امریکه کې اول ځل له مړو انسانانو د سرې جوړولو قانوني اجازت ورکړل شو

د امریکا متحدو ایالتونو واشنګټن رپورټ دی چې د انسانانو له مړو یې د سرې جوړلو قانوني اجازه ورکړه. د دغه نوي قانون له مخې اوس خلک حق لري له مرګه وروسته له خپل بدنه د خاورې جوړولو اجازه ورکړي.

د ي کارته په لویو ښارونو کې د هدیرو لپاره د ځمکې لږوالي موضوع او د کفن دفن بدیل په نظر کتل کېږي. د مړي بدن له خاوره کولو وروسته به دغه خاوره د مړي خپلوانو ته ورکول کېږي چې ګلونه، ونې او سابه پکې وکري.

د واشنګټن ګورنر یا والي جې انسلي له لاسلیکه وروسته د سې شنبې پر ورځ دغه لایحه پر قانون بدله شوه. کترنیا سپادي چې د دغه قانون د منظورۍ لپاره یې هلې ځلې کولې، یو شرکت تاسیس کړی چې لومړی ځل به دغه ډول خدمتونه وړاندې کوي.

له انساني مړي د سرې جوړولو پروسه په سویډن کې له مخکې قانوني بڼه لري او برتانیا کې بې له تابوته له منحلېدونکي کفن سره د مړي خښول هم قانوني جایزه لري.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.