هاغه هنرمندان چې هنر يې پرېښود او تبليغيان شول!

ليکوال: وقار علي شاه درياب

 

د پښتو فلمونو او موسيقۍ هغه اداکاران او سندرغاړي چې اداکاري او موسيقي يې پرېښوده او د تبليغ لار يې خپله کړه، چې پکښې شهنشاه باچا، شاز خان,تاج اکبر,شهسوار خان, عالم پيرزاده, ريحان شاه او لياقت مېجر شامل دي.
۱: شهنشاه باچا
په دې سندرغاړو کښې شهنشاه باچا داسې دوران تېر کړې چې په هر کور،کلي, بسونو او لارو کښې به د ده سندرې ډير په شوق سره اورېدل کېدې، خلک به د شهنشاه باچا نوې البم ته سترګي په لار وو. د کال دوه زره راهېسسې له موسيقۍ سره تړلې وو، لږ تر لږه “يو نيم سل”کېسټونه ئې ريکارډ کړي دي. په لږه موده کښې ئې اولسي سندري. غزلونه او ټپې په اولس کښې مقبولې شوي وے، کال دوه زره اتم کښې ملک د ترهه ګرۍ په رنځ اښته وو چې شهنشاه باچا د سندرو دنيا ته په مخه ښه وکړه او د دعوت
تبليغ لاره ئې خپله کړه. لګه موده پس د شهنشاه باچا په زړه راښکونکې غږ کښې د حمد و نعت ډالۍ مخې ته راغلې ، شهنشاه باچا نن د پښتو ژبي نوموړې نعت خوان دې او په دغه لار کښې د ژوند شپې سبا کوي. ښاغلي خپله حلاله مزدوري کوي او د
خوشالي او سکون ژوند تېروي.

شاز خان.
شاز خان د ژوند شل کلونه موسيقۍ ته ورکړي دي، د موسيقۍ سره ئې د جنون تر حده مينه لرله، د مذهبي کورنۍ سره د تعلق لرلو په وجه خپلو مشرانو موسيقۍ لپاره اجازه نه ورکوله ولي شاز خان خپل سندريز سفر ماتول نه غوښتل، شاز خان فېصله وکړه چې د موسيقۍ لپاره د کور پرېښودو قرباني ورکړي او دغه رنګ ئې سندرو ته دوام ورکړو. کال دوه زره يو کښې ئې د اردو سندرو ړومبې البم مارکيټ ته راغلو، کال دوه زره درې کښې ئې بل البم هم ريليز کړې شو، دغه دوران شاز خان د پښتو موسيقۍ ته هم مخه کړه او پرله پسې ئې يو شمېر سندرې وړاندې راغلې ، په دغه سفر کښې ئې د پښتو فلمونو لپاره هم ډېرې سندرې ريکارډ
کړې. خو د شاز خان ارمان وو چې يوه داسې سندره وکړې چې په نړيوال کچ نامه اوګټي،
کال دوه زره يولس کښې د شازخان “قراره راشه” سندره دومره مشهوره شوه چې بهر ملکونو ته د کنسرټونو لپاره ووبلل شو او د شهرت په بام لکه د نمر اوځلېدو، شاز خان ته بلها آفرز راتلل شورو شو، د سندرو په دنيا کښې ډېر زيات مصروفه شو ،خلکو به د هغه سره ملاقات لپاره انتظارونه کول، دا ئې د عروج د انتها دور وو چې د شپې ورته په موبائل د يو ملګري لخوا د اسدزاده د مړيني پېغام موصول شوې دے، اسد د ده په يارانو کښې زړه ته راتېر ملګرې وو، د پينځه ويش کلن اسد د مرګ خبر د شاز خان د ښپو نه زمکه اوتښتوله او وجود ئې په رپېدو شو، شاز خان اقرار کوئي چې ما محسوسه ول چې د اسد د مرګ نه پس زما وار دې
ولې هېس تياري مي نيشته،
هم په دغه لمحو کښې شاز خان د خپل هنري سفر نه توبه اوکړه او فېصله ئې اوکړه چې باقي ژوند به د الله او د رسول په لار کښې تېروي. شازخان د دعوت تبليغ لار خپله کړه او څو ورځي پس د رائونډ اجتماع دپاره روان شو، د سفر دوران ده د فاتحې په غرض د اسد زاده په نمبر کال وکړو چې د هغه پلار او رونړو ته لاس نيوه وکړي او معزرت هم وکړي چې د اسد زاده په جنازه کښې
شريک نه شو، خو دلته يوه معجزه وشوه چې اسدزاده خپله د شازخان کال واخستو او ورته وائېچې شاز رور تاسو چرته ئۍ ډېري سندرې پېنډنګ پرتې دي، شاز خان ورته په حېرانتيا سره وائي چې اسد زاده ته خو وفات شوې وې کنه!! اسدزاده ورته وخاندل چې زه ژوندې يم دا خو مظفر ستا سره ټوکه کړي وه، شازخان په جواب کښې اسد ته وائې شکر دې ياره چې ژوندې ئې خو تاسو مذاق وکړو او زما ژوند بدل شو نور مې د سندرو نه توبه ده.
د دعوت تبليغ سره سره ئې د حمد و نعت سلسله هم روانه کړې ده او اوس په خپل ژوند کښې ډېر خوشاله او په سکون دے.

تاج اکبر
“ما به دا ستا مخ ته کتلي نه وو” يا “مونږ کره يو وارې د اشوملو په بانه راشه” دا د تاج اکبر د هنري
ژوند مشهوري سندري دي، ده په کراچۍ کښې ژوند کولو ، د وړوکوالې راهېسې ئې موسيقي کوله قريبا د دېرشو کالو نه زياته ئې موسيقي کړيده، تاج اکبر په باقاعده توګه د موسيقۍ زده کړه کړي وه، د خپل خوږ غږ او ځانګړې انداز له کبله ئې شهرت ترلاسه کړې وو، ده په خپل هنري سفر کښې د رومانوي غزلو سره سره د وطن د ميني سندري هم وئيلي دي، تاج اکبر په اولسي سندرو کښې هم نوم ګټلې وو، زياتره به په مېداني پروګرامونو کښې بلل کېدو ځکه چې په دغه ډګر ئې ډېر عمر سندره کړې وه او د خلکو د خوښې هنرمند ګرځېدلې وو. تاج اکبر نه صرف په هېواد دننه بلکه بهر ملکونو کښې هم د خپل فن مظاهرې کړېدي.
خو يوه ورځ ئې د موسيقۍ نه لاس واخستل او د تبليغ لار ته ئې مخه شول، دا ئې د ترور د ځوئ په مرګ د يو مولانا صېب بيان اورېدلې وو چې “تاسو بسره اوس هم وخت شته او توبه وکړۍ” د مولانا دغه الفاظ ئې په زړه واخستل او د موسيقۍ نه ئې توبه وکړه، تاج اکبر د تېرو دوه درې کلونو راهېسې د دعوت تبليغ کار کوي او په خپل خوږ غږ د حمد و نعت زمزمې هم کوي.
.د يادونې ده چې تاج اکبر به په نزدو کې د يو لوئي عالم دين په توګه وړاندې راشي.

شهسوار خان.
د هر سندغاړې خپله خپله لار وي، شهسوار خان چې کله د موسيقۍ په دنيا کښې قدم کېښود نو ډېرو خلکو وې چې دا د رحيم شاه خورائے دې او ځنې خلکو وې چې د رحيم شاه نقل کوي خو دې کښې هېس حقيقت نيشته. بيا که مونږ د شهسوار په ټول
هنري سفر نظر وکړو نو زياتره د معياره پرېوتې مواد به مو مخې ته راځي. د سندرو سره سره ده د اداکارۍ په مېدان کښې هم طبع ازمائي وکړه ولي دلته ئې هم د معيار خيال ؤنه ساتلو، شهسوار همېشه د خپل کردار لوجې د تنقيد ښکار شوې دے. دا خبره سل په سله درسته ده چې د غېر معياري انتخاب ژوند ډېر لږ وي.
د کال دوه زره يولسم نه تر دوه زره اووه لسم پورې شهسوار د ميوزک او فلم انډسټرۍ سره پېوست پاتي شو، کال دوه زره اوولس کښې د موسيقۍ د دنيا سترو مشرانو پوهه کړو او دې خبرې ته ئې تيار کړو چې نور به د معياره پرېوتې کلامونه نه وائې او د اداکارۍ نه کولو وعده ئې هم وکړه. هم په دغه کال کښې پوليسو په دې تور کرفتار کړو چې د نائله نومي جينۍ سره ئې جنسي تېري کړيدي، په نېشنل مېديا د دې خبر خپرېدو روستو نه صرف پښتنو بلکه د نورو ژبو اولس ته هم په ګوته شو او دلته ئې د هنري سفر سلسله ماته کړه .
شهسوار توبه وکړه او د دعوت تبليغ کار ته ئې ملا وتړله، دې نن سبا د دين په لار کښې وخت لګوي او
د حمد و نعت سلسلې ته ئې هم دوام ورکړې دے
.

عالم پيرزاده.
عالم پيرزاده ځوان هنرمند وو، د کال دوه زره نهم،لسم راهېسي له موسيقۍ سره تړلې وو، په اردو او پښتو ژبو کښې به ئې سندري وئيلې، په يونيورسټۍ او کالجونو کښې به ئې د خپل فن مظاهرې کولې، د موسيقۍ رنګ ئې جديد وو يعني ډيجيټل موسيقۍ کښې به ئې سندري کولې، د ده سندرې په پښتو فلمونو کښې هم فکچرائز شوي دي ولي په دې لار کښې ده ډېر شهرت ترلاسه نه کړو.
موسيقۍ ته د نهه لسو کالو ورکولو نه روستو عالم پيرزاده خپل هنري سفر مات کړو او دعوت تبليغ ئې شورو کړو، دې په کراچۍ کښې ژوند کوي او د تبليغ د کار سره سره په اردو او پښتو ژبو کښې نعتونه هم وائي.

ريحان شاه
دغه رنګ ريحان شاه يو زلمې سندرغاړې وو چې کال دوه زره څوارلس کښې مخې ته راغلې وو، شورو ئې د پښتو فلمي سندرو نه کړې وه، چونکه د دې دور پښتو فلمونه او بيا په خاصه توګه د فلمونو سندرې د معيار نه بيخي پريوتي وي نو ځکه پښتنې معاشرې دغه سندغاړې قبول نه کړو او نه ورته شهرت ترلاسه شو. د ځنې خلکو دا سوچ وي چې په لنډه لار خپل مقبوليت پېدا کړي خو ولي د لنډې لار مقبوليت ژوند هم ډېر لنډ وي. ريحان شاه په دې سفر کښې قريبا پنځوس شپېته سندري وئيلي دي چې
پکښې له نورو سندرغاړو سره ئې دوګانې هم کړي دي، کال دوه زره اوولس کښې ده خپل سندريز سفر ته مخه ښه وکړه او تېرې غلطۍ ئې خپله ناداني اوبلله. سمدستي ئې د عمرې سعادت حاصل کړې باقي ژوند ئې په ديني طريقه د تېرولو فېصله وکړه
.
لياقت مېجر
د دې لړۍ يو بل مسافر لياقت علي خان دې څوک چې په فلمي نړۍ کې د لياقت مېجر په نوم پېژندلې شي, د لياقت ميجر تعلق د نوشهره کالان سره وو دې کال نولس سوه اووه څلوېښتم کې ضواني محله کې هستم خان کره زيږېدلې وو.
د لياقت مېجر د وړوکوالي ملګرې خورشيد ابن لبيد وائي چې لياقت ميجر لسم جماعت د کانوينټ سکول رسالپور او ايډورډز کالج پېښور نه ئ د بي اے ډګري حاصله کړې وه.
هغه دا هم وويل چې د کمېشن امتحان کې د کاميابۍ روستو پاک فوج کې بهرتي شوې وو ځکه د لياقت ميجر په نامه مشهور شوې وو خو ولې د ټريننګ دوران ئې دغه نوکرۍ ته په مخه ښه وويل.
له دې وروستو د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو په دور کې تحصيلدار بهرتي شو خو د فلمونو شوق پرې دومره هاوي وو چې تحصيلداري ئې ورته هم پرېښودله او په باقاعده توګه ئې د فلمي سفر آغاز وکړو.
لياقت مېجر د درې سوو نه زيات پښتو فلمونو کې طنز و مزاح او سنجيده ځانګړي کردارونه ادا کړيدي, د ده په مشهورو فلمونو او استېج ډرامو کې “دیدن ، خان دہقان، یوسف خان شیر بانو، لیلیٰ مجنون،آدم خان درخانی،اوربل،خانہ بدوش ، علاقہ غیر او درہ خیبر” نه علاوه نور يو شمېر فلمونه شامل دي. د پښتو فلمونو سره سره لياقت ميجر په اردو فلمونو کې هم مختلف کردارونه لوبولي دي.
دې د بدرمنير او آصف خان ډېر نزدې ملګرې او همکار وو, په فلم اوربل کې د مزاحيه کردار ادا کولو روستو د طنز و مزاح کردارونه د ده پېژندګلي جوړه شوه. د لياقت ميجر په مزاحيه کردارونو کې “سن تيس کلېنډر” کردار ډېر مقبوليت موندلې وو او يو وخت داسې وو چې په کوم فلم کې به د لياقت ميجر رول نه وو نو هاغه فلم به کاميابي نه ترلاسه کوله.
د مولانا طارتق جميل سره د قربت روستو لياقت ميجر فلمي نړۍ ته په مخه ښه وويل او باقي ژوند ئ دعوت تبليغ ته وقف کړۀ. د تبليغ دوران ئ د ملک دننه او بهر سفرونه وکړل, لياقت مېجر د جون په دريشتمه نېټه کال دوه زره نولسم کې د فاني دنيا کوچ وکړ او په پلارنۍ سيمه نوښار کې ښاورو ته وسپارلې شو.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.