د ۲۵ کلونو عمر نه خپل کوليسټرول ليول نه ځان خبر ساتئ

په “دي لينسټ” نومي مجله کښې خپور شوے په دې اړه مخې ته راتلونکے يوه بشپړه څېړنه ده چې پکښې په کوټلي بنيادونو د کوليسټرولو په صحت د بد اثر پرېوتل په ګوته کړي شوي دي.

ويلي کيږي چې اول خلق په خوراک کښې بدلون او دوايانو سره د کوليسټرولو کمولو کوشش کوي کوم چې غوره عمل دے.

کولیټسرول څه وي؟

کولیسټرول يوه غوړه ماده وي کوم چې په يو شمېر خوراکونو کښې موجود وي او د انسان په پښتورګو کښې هم جوړيږي

انساني وجود کښې دا په هارمونږ جوړولو کښې پکار راځي، لکه د ايسټروجن او د ټيسټو سټرون. د دې نه علاوه دا په وټامن ډي او نورو مرکباتو کښې هم کومک ورکوي.

د دې دوه قسمونه وي.

  • هائي ډينسټي ليپو پروټين يا اېچ ډي اېل ته ګډ کولیسټرول وايي. د انساني وجود روغ ساتلو لپاره د دې ضرورت وي.
  • لو ډينسټي ليپو پروټين يا اېل ډي اېل ته بېډ کوليسټرول وايي ولې چې دا په رګونو پورې انښلي.

پوهانو ته څنګه معلومه شوه؟

پوهانو د ۱۹ هېوادونو د تقريباً څلور لکهه خلقو ډېټا باندې تجربه وکړله. هغوي د مضر صحت کوليسټرولو لېول او د بلوغت نه پس تر څلوېښتو کلونو يا د دې نه زيات عمر په دوران کښې د زړه د مرضونو د خطرې ډېره علاقه وليدله ـ 

پوهان د خپلې څېړنې سره د دې وېنا جوګه شو چې د ۳۵ او د دې نه پورته عمر خلقو کښې د هغوي د جنس، مضر صحت کوليسټرول لېول، عمر او نور لکه د سېګرټ څښکلو، ذيابيطس، قد ، وزن او هائي بلډ پرېشر په بنياد د هارټ اټېک او سټروک څومره امکان کېدلے شي.

پروفېسر سټيفن بلينکن برګ په هغه سائنس پوهانو کښې دے کومو چې په دې څېړنه کار وکړوـ دا د جرمني د ښار هيمبرګ د يو پوهنتون کښې د زړه د مرضونو د يو مرکز سره تعلق لري. 

په برطانيه کښې د ۸۰ لکهه نه زيات خلق د کوليسټرول کمولو دوايانې خوري کومې چې د هغوي په وينه کښې د مضر صحت کوليسټرولو کميږي.

دا هم اندازه لګولې شوې ده چې په ۵۰ کښې يو تن کوم چې دوايانې خوري هغه د پنځو کلونو لپاره د هارټ اټېک يا سټروک نه بچ کېږي. 

د صحت مند خوراک او د چاق و چوبند ژوند تېرولو سره کوليسټرول لېول کمېږي ـ

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.