طالبان پاکستان ته د سفر تہ تیار

طالبان وايي، که پاکستان د دوی وفد ته د سفر دعوت ورکړي، نو دوی به اسلام اباد تہ سفر کوي

او د وزیر اعظم عمران خان سره به ملاقات وکړي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان امریکا ته په خپلي دورے پہ موقع ویلي وو، چېپاکستان ته لاړ شي، نو طالبانو سره به وويني او په دې به يې مجبورہ کړي، چې له افغان حکومت سره خبرو تہ کیني .

طالبانو د قطر کې سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین د بي بي سي سره مرکه کې ویلي، که دوی ته د پاکستان له لہ اړخہ رسمي بلنه ورکړل شي، دغه هېواد ته به سفر وکړي.

ښاغلی شاهین وايي "موږ خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وخت ناوخته وینو، نو که موږ له پاکستان څخه رسمي بلنه ترلاسه کړو، موږ سفر ورته کوو، لکه نورو هېوادونو ته چې يې کوو، ځکه چې پاکستان هم یو ګاونډی او مسلمان هیواد دی”.

پاکستان چې له لومړۍ ورځې راهیسې يې کابل او نړۍ د طالبانو په پټ او ښکاره ملاتړ تورنوي او وايي، په دغه هېواد کې نه یوازې د طالبانو کورنۍ اوسي، بلکې همدلته روزنیز کمپونه لري.

خو پاکستان په دې وروستیو کې بیا بیا ویلي، پر طالبانو يې هغه د پخوا په څېر نفوذ نشته. دا چې له وړاندې لا اسلام اباد د طالبانو په ملاتړ تورنېږي، ایا د طالب استازیو دغه سفر به په افغانستان کې دننه او بهر غبرګونونه راونه پاروي؟

ښاغلی شاهین ددې په ځواب کې وايي، هغه څوک چې په همدې پلمه په افغانستان کې جګړه توده ساتل غواړي، او دده په خبره د دوی پر ضد د جګړې لپاره بله پلمه نه لري، هغوی مخکې هم ورته تورونه لګولي او په راتلونکې کې به يې هم لګوي:

"زموږ مستقله پالېسي ده، یو زموږ ملي او اسلامي ګټې دي، چې په هغوی کې موږ هیچا ته مداخله نه ورکوو. البته یو له نورو هیوادونو یا ګاونډي هیوادونو سره اړیکي درلودل دي، موږ غواړو له هغوی سره روابط ولرو”.

BBC Pashto

شاید آپ یہ بھی پسند کریں

جواب چھوڑیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.