د فرشتې ماشومې قتل او د معاشرې پستګى

د ریاست اکثرہ ا دارو د پختنو سرہ رویہ ھم قابل تنقید دہ

که په کال دوه زره اتلس کښې د زنيب قتل پوره ملک کښې د هرې طبقې خلق راپارولې وو نو څښکال دوه زره نورلسم کښې د لس کلنی فرشتې قتل يو وارې بيا د معاشرې د هرې طبقې خلق په سوچ مجبوره کړى ، چې په مملکت خداداد کښې زمونږ لوئے او ماشومان محفوظ نه دى او بلخوا رياست او رياستى ادارې په دې حقله د خپلو ذمه وارو پوره کولو نه هم غافله دى ۔
د مئى د مياشت په پنځلسمه نيټه د اسلام اباد په على پور کلى کښې ميشته لس کلن فرشته د کوره بهر اووته نو جنسى درندو اغوا کړه ، جنسى زياتې نه پس ئې اووژله ، او مړې ئې ورله ځنګل کښې اوويشتو ، او بيا پنځه ورځې پس د هغې مړې د پوليسو په لاس راغلې ، چې ځنګلى ځناورو ئې د بدن اکثره برخې خوړلې وې ۔
پوليس کردار
د فرشتې ماشومې په کيس د اسلام اباد پوليس کردار ډير ناوړه او شرمناک دې ، کله چې فرشته انسانى درندو پټه کړه او پلار رونړه ئې پوليس سټيشن ته د رپورټ درج کولو دپاره لاړل ، نو د تهانړې مشر ايس ايچ او ورته ووئيل چې اول خو تهانړه جارو کړه ، او دغه ايس ايچ او چې انسانى شکل کښې بدل درند ناست وو ، الټا ئې په فرشتې ماشومې الزام ولګولو ، چې د چا سره به متیزه تلى وى او دغه شان پنځه ورځې د ماشومې د ورکيدو رپورټ درج نه کړو ، او کله چې مړې اوموندې شو ، او هسپتال ته يوړلې شو نو بيا په موقع ناست ډاکټرانو د پوسټ مارټم نه انکار وکړو ، دا نوشکر دې ، چې د مومند ايجنسى سره تعلق لرونکى د عوامى نيشنل پارټى مشر نثارمومند دا کيس اوچت کړو ، چې ورسره د پښتون تحفظ مومنټ پوره مرسته حاصله وه ، د فرشتې پوسټ مارټم هم وشو او د مرګ نه پس ئې بيا ايف ائى ار هم درج شو ،
پى ټى ايم او اے اين پى کردار
هم په دغه ورځ يعنى د نهې په ورځ اے اين پى او پى ټى ايم په ترامړى چوک کښې پرلت پروګرام جوړ کړو ، او ټوله ورځ ئې يو ډير سپيځلې احتجاج وکړو چحکومت ئې مجبوره کړو ، چې د مظاهرچيانو ټول مطالبات ومنى ، پوليس اهلکار ئې معطل کړو او مقدمه ئې پرې جوړه کړه ، او د ټولې قيصې د تحقيق تفتيش دپاره ټيمونه جوړ کړل ، نو د بده مرغه د اے اين پى او پى ټى ايم بعضی کارکنانو د فرشتې قتل له نسلى رنګ ورکولو کوشش اوکړو ، په دغه پرلت کښې د پنجاب او پنجابى خلاف نعرې وهلې شوې او بعضې خو پکښې د پوځ خلاف هم نفرت نه ډک تقريرونه وکړل ، چې نه وو پکار ، ځکه دلته مسئله د ماشومې فرشتې وه ، دلته نه د پنجاب څه سازش وو او نه د پوځ ، دا مسئله بعضې ټى وى چېنلونو هم ډير په غلطه طريقه پيش کړې ، چې کردار د ډير غندنې وړ دې ، اوس دلته بدقسمتى ته ګوره چې په ميډيا او په خاصه توګه سوشل ميډيا په ځائې د دې چې د فرشتې ماشومې يا د نورو ماشومانو د دغسې واقعاتو نه بچ کولو خبر ورکړې شى ، د الزامونو او نسل پرستانه خبرو يو طوفان شروع شو ، ماليدل چې اکثره پښتنو په دې دريز هم بحث کولو چې زۀ افغان يم ، يا پښتون يم ، يا پاکستان يم ، ټوله ورځ او شپه داسې لا حاصله بحث روان شو چې سړې له شرم ورتلو ، او بيا په تيره تيره د ملک نه بهر ناست څۀ کسانو ته خو تا به وې چې چا ورته خواږه واچول ، د پاکستان خلاف ، د پوځ خلاف او د پنجاب خلاف يو غيرضرورى او تعصب نه ډک بحث شروع شو ، اوس د دې نقصان يو چا ته وې او په چا که په د چا خلاف نفرت او تعصب پيدا کوى دا غټ سوال دې ، دې واقعې دا خبره په ډاګه کړه چې پښتون په ډيره وړه خبر تر ډير لرې پورې ځى ، خبره د فرشتې ماشومې د مرګ او د پوليسو د خرابې وريې نه شروع شوه او د پاکستان خلاف او پوځ خلاف په کنځلو ختمه شوه ، زما په خيال ځکه چې ماليدل چې به احتجاج کښې داسې خلق وو چې معاملې له سياسى ، نسلى رنګ ورکولو کوشش کولو ، دا ئې غوښتل چې خلق غصه شى ، دوى په غيرضرورى توګه د پنجاب خلاف تقريرونه کول ، او د پوځ د ملوث کولو کوشش به کوو ، چې نه وو پکار ، د فرشتې د قتل نه پس حالاتو ته چې نظر ووکړو نو داسې ښکارى د پاکستان او د پاکستان دپوځ خلاف ملک کښې دننه او بهر يوه طبقه شته چې هره وړه او غټه خبره د پوځ پسې تړى ، او دوى کښې بيا زمونږ هغه افغانان روړنړه چې خپل ملک خو ئې د جهګړو دلاسه تباه کړې او بهر ملکونو کښې ميشته دى ، هغوى له خو بس ډهول پکار دې ، نو دلته زۀ خپل پښتنو رونړو او خوئيندو ته درخواست کوم چې ټهيک ده ، په تيرو لسو شلو کالو کښې پښتنه سيمه د جهګړو ښکار شوې ، ظلمونه رابندې شوى ، خو د دې دا مطلب نه دې چې مونږ د هر وخت توره د تيکى نه بهر ساتو ، مونږ له خپل سياسى جدوجهد جارى ساتل پکار دى ، خو خيال هم کول دى چې د چا په لاس کښې بيا ونه لوبيږو ، دغه شان رياست او حکومت نه هم پکار دې ، چې د اولس مسئلې او شخړې حل کولو کښې د ناراستې نه کار نه اخلى ، که حکومت او پوليسو د فرشتې د روکيدو او قتل رپورټ په وخت درج کړې وې ، نو داسې حالات به هيڅ کله هم مخې ته نه راتلل
د هغه شان د پښتنې سيمې چې کوم مسائل دى د هغې د حل دپاره هم کارپکار دې ، چې ملک دشمنه عناصر دغه محرومې د رياست او رياستى ادارو خلاف استعمال نه کړى
دغہ شان د ریاست اکثرہ ا داری د پختنو سرہ رویہ ھم قابل تنقید دہ۔ کہ پولیس دی، کہ نادرہ یا ھسپتالونہ ھر چرتہ د پختون نسلی بنیادونو پروفایلینگ کیږی۔ د کمی چا مخہ نیول پکار دہ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.