آی ایم ایف به پاکستان ته ٦ بیلین ډالر قرضه ورکوې،ډاکټر عبدالحفیظ شیخ

پاکستان ته به دغه قرضه راتلونکې دریو کلونو په مودې کې ورکولے شي

د پاکستان د خزانې وزیر ډاکټر عبدالحفیظ شیخ ویلي دي چې د پاکستان د پیسو
د نړیوال وجهي صندوق سره موافقه شویده چې آی ایم ایف به پاکستان ته ٦
ملیارده ډالره پور ورکوي.د پیسو نړیوال صندوق به پاکستان ته دغه پور د
راتلونکې دریو کلونو په مودې کې ورکوي او د دغه پور نه وروسته به نړیوال
بانک هم پاکستان ته درې ملیارده ډالره پور ورکړي.حفیظ شیخ وویل چې آي ایم
ایف یوه نړیواله اداره ده او د هغو هیوادونو سره مرسته کوي چې کوم په
اقتصادي توگه د بحران سره مخامخ وي. هغه وویل چې دا وخت د پاکستان
اقتصادي وضع ډیره خرابه ده. هغه زیاته کړه: “اوس د دغه پور نه وروسته به
د پاکستان اقتصادي حالت سم شي. مونږ دیته اړ یو چې د ځینو شیانو بیې لوړې
کړو.”هغه وویل چې په ملک کې به د بریښنا او گاز بېې لوړیږي خو وې ویل چې
د ولس مشکل به په پام کې وساتي. هغه یو ځلې بیا د پاکستان په پخوانیو
حکومتونو تور پورې کړ چې د دغه بحران مسول دي.د پیسو نړیوال صندوق هم په
خپلې یوې اعلامیې کې لیکي دي چې پاکستان د اقتصادي بحران سره مخ دی او
پاکستان ته یې د ٦ ملیادرو پور ورکړیدی چې دغه به ورته په ٣٩ میاشتو کې
ورکول کیږي.خو ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وايي، ۲۱۶ میلیارد روپۍ به د انرژۍ د
سبسیډۍ لپاره ولګول شي او کوم کسان چې له ۳۰۰ کم یونټونه کاروي د برېښنا
د بېل له ډېر قېمت سره به مخ نه شي.
نوموړی زیاتوي، د بې نظیر انکم سپورټ فنډ او احساس پروګرام لپاره به ۱۸۰
میلیارد روپۍ راتلونکې بودیجه کې بېلې شي چې تر پخوا دوه چنده ډېرې دي.تر
۱۹۸۸ کال د پاکستان او پیسو نړیوال صندوق ترمنځ د پور تړونونه د لنډ مهال
لپاره و او اقتصادي سمون هم شرط نه و، خو له هغه وروسته سټرکچلرل
اېډجسمنټ پروګرامز پیل شو.
سټرکچلرل اېډجسمنټ پروګرامز یا اېس اې پي دې ته وايي، چې پکې پور ور
کوونکې اداره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ پور اخیستونکي هېواد باندې
ځانګړي شرطونه ږدي او نوی پور ور کوي.
تېرو ۳۱ کلونو کې دا له شرطونو سره د تړلي پور ۱۲ تړون دی چې ای اېم اېف
یې له پاکستان سره کوي.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.