“کوټه کښې نندارتون”

د بلوچستان په سر ښهر کوئټه کښې د لرغوني توکو ځانګړے نندارتون

د پاکستان په سترو ښهرونو کښې هره ورځ په يو بله پلمه نندارتونونه کېږي او د د لرغون توکو مينه لرونکي سوداګر پکښې ګډون کوي خو ولې په کوئټه کښې په اول ځل د لرغون توکو يو ځانګړے نندارتون وکړے شو. کوئټه د پخوانېو تهذيبونو لکه د بدهـ مت، ګندهارا او اسلامي کلتور مرکز پاتې شوے دے د کومې له کبله چې يې نړۍ ته د لرغونتوکو يوه ناوياته خزانه لري. 

ذکر شوے نندارتون په کوم غټ هوټل یا ميوزيم کښې نه بلکې په يوه شخصي پلازه کښې شوے دے. نندارتون کومې حکومتي ادارې يا چارواکو نه بلکې د لرغونتوکو سره مينه لرونکيو تنانو په خپل خرڅ راجوړ کړے ؤ.

د پشتون ګزټ نمائنده ته د راجوړونکيو وېنا وه چې “عام خلق د لرغونتوکو په ازرښت او نرخ نه دي خبر نو ځکه يې د چا سره قدر نشته، د دې نندارتون راجوړولو موخه په عام اولس کښې د لرغونتوکو شعود پېدا کول او د دغه توکو ساتلو ارزښت باندې پوهه ورکول وه”. 

دې توکو کښې د خوراک څښاک پخواني څيزونه، د سينګار څيزونه، کاڼي او نور ګران بيعه توکي وړاندې کړي شوي وو. 

د راجوړونکيو وېنا وه چې که د دې لرغونتوکو په ښه ډول مارکيټنګ وشي نو په ښه بيعه به خرڅ شي او د غلا لارې به يې ونيول شي. 

ګډونوالو زياته کړه چې په بلوچستان ګران بيعه ډبرې هم زياتې دي. په دې نندارتون کښې هم د بروکايټ نومې ډبرې د ټولو ګډونوالو پام پخپل لورې ګرځولے ؤ کومه چې په خاران اولسوالۍ کښې موندلې کېږي او د خپلې ښکلا له امله په ګړده نړۍ کښې ډېر مينه وال لري.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.