د آرمي چيف ملازمت معامله، سپريم کورټ حکومت ته سبا پورې د حل راوباسلو خبردارے

اسلام آباد: د چيف آف آرمي سټاف جنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت نېټه غزوولو خلاف دائر شوي درخواست سماعت په وخت چيف جسټس وئيلي دي چې وفاقي حکومت دې د دې معاملې حل سبا پورې راوباسي ګني مونږ به خپل آئيني فرائض پوره کوو۔
د تفصيلاتو ترمخه د کيس سماعت د چيف جسټس آف پاکستان جسټس آصف سعيد کهوسه په مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ وکړو چې پکښې چيف جسټس ووئيل چې تېر وختونو کښې جرنېلانو د خپل ملازمت موده لس لس کاله اوږده کړې ده، وس دا کېس مونږ له راغلے دے نو مونږ به د دې فېصله کوو۔
چيف جسټس ووئيل چې دا ډېره اهمه معامله ده او په دې کښې به د ټولو خبرې اوورو، په دې معامله اوسه پورې چا سوال نه وو اوچت کړے خو ولې وس سوال پورته کړے شوے دے نو د دې جواب به هم ګورو۔ د بنچ غړي جسټس منصور علي شاه د اټارني جنرل نه پوښتنه وکړه چې آيا قانون کښې د آرمي چيف د ملازمت د غزولو څۀ ذکر شته؟
په دې سوال د اټارني جنرل وېنا وه چې د آرمي چيف د ملازمت موده اوږدولو لپاره ګنجائش موجود دے۔
جسټس منصور علي شاه ووئيل چې هغه قانون مخې ته راوړئ چې پکښې داسې ذکر شوے وي۔
د حکومت وکيل عدالت ته ووئيل چې د آئين 243 برخې د لاندې وفاقي حکومت ته دا اختيار حاصل دے چې د آرمي چيف د ملازمت نېټه اوږده کړي او دا چې دغه برخه کښې د دوئم ځل لپاره هم د آرمي چيف د ملازمت نېټه غزولو خبره شوې ده۔
د بنچ مشر ووئيل چې ملک د جنګ حالت کښې وي نو د آرمي چيف ريټائرمنټ په عارضي توګه ځنډولے شي۔ جسټس منصور علي شاه ووئيل چې وزير اعظم سره د آرمي چيف د ملازمت نېټې اوږدوولو اختيار شته خو مونږ دلته د نېټې د اوږدوولو موده ګورو۔وروسته عدالت د کېس سماعت سبا پورې وځنډولو۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.