د کلبهوشن يادېو په هکله به هيڅ جوړ جاړي نۀ شي کولې: ډاکټر فېصل

اسلام آباد: د بهرنو چارو دفتر ترجمان ډاکټر فېصل وئيلي دي چې د هند جاسوس کلبهوشن يادېو په هکله به ټولې فېصلې د پاکستان د قانون مطابق کولې شي او په دې معامله به څۀ جوړ جاړې نۀ شي کولې۔
د بهرنو چارو دفتر کښې د هفته وارې خبرې غونډې په موقع د وياند ډاکټر فېصل وېنا وه چې کلبهوش يادېو باندې د نړي والي عدالت فېصله به د پاکستان د قوانينو مطابق لاګو کولې شي۔
دې نه وړاندې داسې افواګانې خورې شوې وې چې ګني کلبهوشن يادېو باندې د نړي وال عدالت فېصلې لاګو کولو د پاره آرمي اېکټ کښې ترميم کولے شي۔
د دې افواګانو په جواب کښې د پاک فوج وياند مېجر جنرل آصف غفور هم د سماجي وېب پانړې د لارې وئيلي وو چې دغه افواګانې ټولې غلطې او بې بنياده دي۔
مېجر جنرل آصف غفور زياته کړه چې په دې معامله باندې د ټولو قانوني اړخونو جائزه اخيستې شي او په دې هکله به حتمي صورتحال نه آګاهي ورکړې شي۔
د يادونې وړ ده چې په 3 مارچ 2016 باندې بهارتي جاسوس کلبهوشن يادېو د ايران سرحدي علاقې ساروان نه پاکستان ته ننوتو په موقع مشاخېل سيمه کښې ګرفتار کړے شوے وو او د قبضې نه ئې پاسپورټ، بېلا بېل کاغذونه، نقشې او حساس آلات برآمد کړے شوي وو، وروسته د تفتيش دوران کلبهوشن يادېو اعتراف وکړو چې هغه بهارتي سمندري فوج کښې کمانډر دے او خفيه ايجنسۍ را د پاره کار کوي۔
په 10 اپرېل 2017 د پاکستان فوجي عدالت کلبهوشن يادېو ته د مرګ سزا واوروله د کومې چې چيف آف آرمي سټاف جنرل قمر جاوېد باجوه توثيق کړے وو۔
د کلبهوشن يادېو د خوشې کولو لپاره نړي وال عدالت کښې هند يو درخواست ورکړو کوم چې رد کړے شو خو ولې خپله فېصله کښې نړي وال عدالت پاکستان باندې غږ وکړو چې هغه دې د کلبهوش يادېو فېصله باندې نظرثاني وکړي او هغۀ سره دې بهارتي کونسلر ته د ملاوېدو اجازت ورکړے شي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.