د مقبوضه کشمير خصوصي حېثيت ختمولو کښې د بهارت قانوني کمزورۍ

د ګل په ورځ د بهارت د کورنيو چارو وزير اميت شاه پارلېمنټ کښې اعلان وکړو چې هغوي د مقبوضه کشمير خصوصي حېثيت په هکله د آئين آرټيکل ۳۷۰ ختموي خو د بهارت دې ګام ته د يوې هڅې شکل ورکولے کيږي چې د مسلمانانو اکثريت لرونکے دغه رياست خپل ملک کښې ضم کړي۔ د مقبوضه کشمير د انضمام د پاره چې کوم ګام پورته کړے شوے دے هغې کښې څۀ قانوني کمزورۍ هم دي د کومو په ګوته کول چې ډېر ضروري دي۔
وړومبۍ نکته دا ده چې د آئين آرټيکل ۳۷۰ ختمولو د پاره د بهارت حکومت هم د دغه آرټيکل يو شق استعمال کړے چې د صدارتي حکمنامې د لارې د آئين د آرټيکل ختم کړي ولې دغه شق کښې ليکلي شوي دي چې آرټيکل ۳۷۰ به هغه وخت ختمولے شي کله چې د مقبوضه جمو و کشمير آئين ساز اسمبلي رضا وي خو داسې هيڅ قسمه څۀ ګام نۀ دے پورته کړے شوے ولې چې د مقبوضه کشمير آئين ساز اسمبلي کال نولس سوه شپږ پنځوست کښې تحليل کړې شوې دي۔
دوئمې نکتې ته راځو چې د بهارت په آئين کښې مقبوضه جمو و کشمير ته د يو رياست درجه حاصله وه ولې د آرټيکل ۳۷۰ ختمېدو وروسته دا رياست دوه برخو لداخ او جمو و کشمير کښې تقسيم شو۔ دې نکتې ته د يو نوي شق په نظر کتلے شي چې د رياست دوه برخې جوړولو لپاره په آئين کښې د ترميم ضرورت وي ولې بهارت داسې څۀ ترميم نۀ دے کړے۔ د آرټيکل ۳۷۰ يو بل شق کښې هم بدلون راوستے شوے دے کوم سره چې د مقبوضه جمو و کشمير د “آئين ساز اسمبلۍ” نه “قانون ساز اسمبلي” جوړه کړې شوې ده او په دې نکته هم عدالت کښې سوال پورته کېدے شي۔
درېمه نکته دا ده چې بهارتي حکومت وئيلي دي چې آئين کښې دا تبديلۍ د مقبوضه جمو و کشمير د حکومت د رضا کېدو نه پس شوي دي، که پام وګرځوو نو مقبوضه کشمير کښې دا وخت يو حکومت هم نيشته او وادي د صدارتي حکومت لاندې ده، چې مقبوضه کشمير د صدارتي حکومت لاندې دے نو بيا د کشمير حکومت رضا کېدو د پاره د کوم ځائے نه راغے؟ دا نکته هم د نرېندرا مودي حکومت د پاره ستونزې جوړولې شي۔
د يوې بېن الاقوامي خبر ايجنسۍ مطابق د بهارت د دې ګام پر ضد عدالتونو کښې د يو شمېر درخواستونو جمع کېدو امکان دے او دا چې نوي دلي د وکيلانو يو ګوند دغه رنک يو درخواست باندې کار هم شروع کړے دے، دا هم وئيلي کيږي چې سياسي اپوزيشن له خوا به هم حکومت ته چېلنجونه رامخې ته کيږي کوم چې به د سپريم کورټ آئيني بينچ اووري۔
د ۱۹۴۷ نه وروسته مقبوضه کشمير ته خصوصي حېثيت حاصل وو چې پکښې د به ورته د خپل قوانينو د جوړول آزادي وه ولې مقبوضه کشمير کښې به د بهر خلکو ته د زمکې اخستو يا د همېشه د پاره د مېشته کېدو اجازت نۀ وو۔
د کشمير يوه حصه د پاکستان په لاس کښې ده ولې بله د بهارت په لاس کښې او دواړه ملکونه په ټول کشمير د خپل واک دعوه کوي، د آزادي موندلو نه پس دواړو ملکونو د کشمير په سر دوه جنګونه هم کړي دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.