بهارت د مقبوضه کشمير خصوصي حيثيت ختم کړے، وادي په دوه حصو کښې تقسيم

مقبوضه کشمير به وس دو حصو کښې تقسيم کړے شي او انتظام به د ئې د بهارت وفاقي حکومت په لاس کښې وي

بهارت د يوې صدارتي حکمنامې لاندې د مقبوضه کشمير خصوصي حېثيت په هکله د آئين درې سوه اوويائم آرټيکل ختم کړے دے کومې نه پس چې به مقبوضه کشمير ته رياست نه وئيلي کيږي۔
د مقبوضه کشمير خصوصي حېثيت په هکله دغه آرټيکل ختمولو لپاره د بهارت داخله وزير اميت شاه راجيه سبها کښې وړاندې کړو۔ د بل په حق کښې يو سل پينځۀ ويشت او مخالفت کښې يو شپېتۀ ووټونو واچولې شو۔
دې سره سره مقبوضه کشمير په دوه حصو کښې تقسيمولو د پاره هم بل وړاندې کړے شو د کومو انتظام چې به وس نېغ په نېغه د بهارت وفاقي حکومت په لاس کښې وي۔ د بل ترمخه وړومبۍ حصه به لداخ او دوئمه به په جمو او کشمير باندې مشتمله وي او دلته به لېفټېننټ ګورنر تعينات کولے شي۔
د بهارتي ميډيا مطابق صدر رام نات ګووند دغه بلونو باندې دستخطونه کړي دي کومو ته چې وس د قانون درجه ملاؤ شوې ده۔
داخله وزير اميت شاه چې کله دغه بلونه راجيه سبها کښې وړاندې کول نو اپوزيشن له خوا سخت احتجاج وکړے شو خو ولې داخله وزير ووئيل چې مناسب وخت راتلو باندې به د مقبوضه کشمير خصوصي حېثيت بحال کړے شي۔
د آئين آرټيکل درې سوه اوويائم ختمولو نه مخکښې بهارت په مقبوضه کشمير کښې د نامعلومې مودې لپاره کرفيو نافذ کړې او دوه پخواني وزرائے اعلي او نور حريت مشران ئې په خپلو کورونو کښې نظر بند کړي۔
د بهارتي آئين آرټيکل درې سوه اوويائم لاندې د مقبوضه کشمير رياست ته د خپل آئين جوړولو، د دې آئين جاري ساتلو، د خپلې جهنډې جوړولو او د خارجه او دفاع نه علاوه په نورو معاملو کښې آزادي حاصله وه۔
د آئين آرټيکل درې سوه اوويائم لاندې د بهارت د يو رياست وګړي ته هم دا اجازت نيشته چې مقبوضه کشمير کښې په خپل نوم زمکه واخلي يو د دې شهريت ترلاسه کړي۔
د يادونې وړ ده چې د وزير اعظم عمران خان له خوا د امريکې دورې په موقع امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د کشمير مسئلې حل راوباسلو له پاره د درېم ګړي جوړېدو وړاندېز کړے وو کوم چې بهارت مسترد کړو او د مقبوضه کشمير د خصوصي حېثيت ختمولو لپاره ئي کوششونه تېز کړل۔ دې نه علاوه بهارت په لائن آف کنټرول باندې د ډزبندۍ خلاف ورزيانې هم شروع کړي او مقبوضه کشمير کښې ئې په بې وسه مسلمانانو کلسټر نومې بمونه هم ورولي دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.