روان کال د افغان مهاجرينو د ميلمستيا 40 کاله په مناسبت يادګار په توګه نمانځو،شهريار آفريدي

مرستندويه ادارے دي د افغان مهاجرينو خپل هيواد ته ستنيدو کښې د يواين ايچ سي آر مرستي وکړي،وزيرسيفران

اسلام آباد کښې د افغان مهاجرينو په حواله ډونرز ايجنسيز کانفرنس شوي چې پکښې د 36 ملکونو د ډونرز ايجنسو نمائندګانو ګډون کړي وو

د دې کانفرنس انعقاد د امريکې سفارتخانے لخوا شوي وو چې مقصد ئي پاکستان کښې ميشته افغان مهاجرينو ته راپيښ ستونزي او د دوي باعزته واپسۍ په معاملو غور کول وو

کانفرنس ته د وينا په وخت د سيفران محکمې وزير شهريارآفريدي ووئيل چې ترڅو افغان مهاجرين پاکستان کښې موجود وي حکومت به د دوي ميلمستيا جاري ساتي

د هغه وينا وه چې پاکستان په خپله هم د ترهه ګرۍ ښکار دے او يو شمير مسائل لري ولي د دې باوجود ئې د افغان کډوالو خدمت په ښه شان  کړيدے او د متحده قامونو د ويژن مطابق مو افغان مهاجرين دې معاشره کښې ضم کړيدي

شهريار آفريدي زياته کړه چې افغان مهاجرو ته کوم مشکلات او تکليفونه رامخي ته دي په هغې کښې د بچي او مور د صحت معامله د ټولو لويه مسئله ده بايد چې د متحده ملتونو کډواله اداره (يواين ايچ سي آر)  دې لړ کښې اقدامات پورته کړي

وفاقي وزير دا هم ووئيل چې پاکستان تير40 کالو راهسي د افغان مهاجرينو کوربه دے او د اربونو روپۍ ئې پري خرچ کړيدي ولې د افغانستان په نوم راغلي امداد نه ئۍ يوه پيسه هم نه ده وصول کړے او دا چې د افغان کډوالو په حواله به پاکستان روان کال کښې د  انټرنيشنل کانفرنس تابيا کوي ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.