د کالعدم تحريک نفاذ شريعت مشر مولانا صوفي محمد په حق رسيدلي دے

صوفي محمد 2009 کښې ګرفتار کړي شوي وو او هغه خلاف مختلف مقدمې زير سماعت دي،هغه د پيښور هائي کورټ په حکم تير کال د جيل نه رها کړي شوي وو

مولانا صوفي محمد چې عمر ئې  خواؤ شا شپږ اتيا کاله وو د ډير وخت راهسې د مختلف رنځونو ښکار وو او پيښور کښې ئې ساه ورکړېده

د هغه مړي  د کفن دفن لپاره خپل آبائي کلي دير ميدان ته منتقل کړي شويدے

مولانا صوفي محمد د حکومت خلاف بغاوت او نورو کيسونو کښې کال  2009 کښې د تيمرګرهې نه ګرفتار کړي شوي وو

پيښور هائي کورټ  د تير کال جنورۍ مياشت کښې  د حکومت خلاف شرانګيز تقرير کولو او پوليس سټيشن باندې حملے مقدمه کښې د صوفي محمد د ضمانت درخواستونه منظور کړي وو او د هغه د رهائۍ احکامات ئي جاري  کړي وو

د جيل نه د رهائۍ وروستو صوفي محمد پيښور کښې رهائش اختيار کړي وو او هم هلته کښې ئې ساه ورکړيده

مولانا صوفي محمد کال نولس سوه څلور نوي کښې د تحريک نفاذ شريعت ملاکنډ تنظيم  بنياد ايښې وو او د دې تنظيم مشر منتخب شوي وو

دغه رنګ نائن اليون واقعاتو نه پس چې کله امريکې په افغانستان حمله وکړه نو صوفي محمد د افغان طالبانو د مرستو لپاره د خپل تنظيم ګڼ شمير کارکنان کابل ته ليږلي وو

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.