افغان سولي لپاره موقع په لاس راغلي ده بايد چې فائده ترې پورته کړو: ډاکټر اشرف غني

د طالبانو هر يو شرط مو منلي دے ولې که دوي په واک کښې شريک اختيار غواړي نو دا ممکن نه ده حکومت د چا ذاتي ملکيت نه وي،افغان اولسمشر

کابل کښې د کرپشن خلاف مبازري په حواله د يورپي يونين پنځم کانفرنس ته وينا په وخت افغان اولسمشر وئيلي دي چې طالبانو سره روغۍ جوړۍ لپاره ټول رکاؤټونه ختم کړي شويدي

د ډاکټر اشرف غني وينا وه چې د هيواد امن بحالۍ او روانې جهګړې ته د پائي ټکي کېښودو لپاره ئې د طالبانو هر شرط منلي دے ولې که جنګيالي غواړي چې حکومت کښې دې هم راسره شراکت وکړي نو دا ناممکن ده ځکه چې واک د هيچا هم ذاتي ملکيت نه دے

افغان اولسمشر زياته کړه چې د ډاکټر نجيب د واکمنۍ ختميدو وروستو چې د دې هيواد کوم امنيتي او معاشي صورتحال وو هغه هر چا ته په ډاګه دي اوس هم که چرې د سولې لپاره راغلے موقع ضائع شوه نو دا ملک نور هم د بحرانونو ښکار کيدي شي

ډاکټر اشرف غني دا هم وئيلي دي چې طالبانو سره سولي په حواله د حکومت موقف واضحه دے او څه شک شبه پکښې نشته دا هم منو چې اوږد مهاله جنګ نه بيرته راوتلو او امن په حواله فيصلې کيدو باندې وخت لګي خو که په دې حواله اراده مضبوطه وي نو خپل منزل ته رسيدل هم ممکن شي

خپل تقرير کښې ډاکټر اشرف غني په تير څو ورځو کښې ترهه ګرۍ حملو لوجې ملکي وګړو ته اوړيدلي مرګ ژوبلې ذکر هم کړے او وئيلي ئي دي چې په ماشومانو حملے په انسانيت حمله ده او د  هيواد امن لپاره ئې د افغان سيکيورټي اهلکارو د قربانو ستائينه وکړه

افغان اولسمشر يو وارې بيا د دولت او طالبانو ترمينځه مذاکراتي عمل باندې زور راوړي او وئيلي ئي دي دواړه فريقين دې جنګ کښې ښکيل دي بايد چې په مشترکه توګه دي خپلې کشالي او معاملې د خبرو اترو د لاري حل کړي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.