امريکې او طالبانو ترمينځه امن مسوده کښې ډيډلاک برقرار؟ مذاکرات اعلاميه بغير ختم

د خبرو اترو سلسله خپلو مشرانو سره د صلاح مشورو لپاره د يو څو ورځو لپاره ځنډيدلي ده،زلمې خليل زاد،سهيل شاهين بيانونه

امريکني استازي زلمي خليل زاد او د طالبانو وفد ترمينځه د قطر پلازميني دوحه کښې د مذاکراتو اووم پړاؤ 29 جون باندي شورو شوي وو کوم چې د نهې په ورځ پائي ته اورسيدو

دوه ورځې دمې نه پس چې کله دواړو فريقين په مذاکراتي ميز کېناستل نو امکان څرګنديدو چې دا ناسته به تر دريو ورځو پورې دوام وکړي ولې د يو څو ګهنټو بحث مباحثے وروستو دا مذاکرات  د ختمولو اعلان وشو

دواړه فريقين باوري وو چې هم دې مذاکراتو دوران به امن مسوده وليکلي شي ولې دا وروستي مذاکرات هم د نورو غونډو په رنګ بغير د څه پرمختګ او نتيجې پائي ته رسيدلي دي

د مذاکراتو وروستو په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې زلمي خليل زاد وئيلي دي چې طالبانو سره غونډه پائي ته رسيدلي او هغه د چين په دوره بيجنګ ته تلے دے

د خليل زاد بيان ترمخه چين واکمنو سره افغانستان په معامله خبرو اترو وروستو به هغه واپس واشنګټن ته ستنيږي او دوحه مذاکراتو کښې شوي پرمختګ نه به امريکني انتظاميه خبر وي او راتلونکي مذاکراتو په بابله به ورسره صلاح مشوري هم کوي

دغه رنګ د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين هم  خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې مذاکراتو کښې  امريکني نمائندګانو سره د ايجنډې په موضوعاتو تفصيلي خبرې شويدي

سهيل شاهين زياته کړه چې دواړو فريقينو اتفاق کړيدے چې د خبرو اترو دې مرحله کښې چې  په کومو معاملو بحث شوېدے هغه به خپلومشرانو سره شيئر کړو او ډير زر به د مذاکراتو اتم پړاؤ راوبلو

تيره هفته سهيل شاهين د امريکې يوې خبري ادارې سره مرکه کښې وئيلي وو چې مذاکراتو کښې قريبا 80 فيصده پورې پرمختګ شويدے او هم دې ناستې دوران به د امن مسوده وليکلي شي

دې نه آګاهو د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو هم د کابل ناڅاپي دورې په مهال ميډيا نمائندګانو سره خبرو کښې وئيلي وو چې دوحه مذاکرات آخري مرحله کښې دي او د صدارتي ټاکنو نه مخکښې به څه نه څه نتيجې ته اورسو۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.