بين الافغاني مذاکرات کښې فريقينو تشدد کښې په کمي اتفاق

اعلاميه کښې د مدرسو،بازارونو،هسپتالونو او سرکاري ادارو تحفظ يقيني کولو اعلان

دوحه بين الافغاني مذاکرات کښې فريقينو د تشدد پيښو کښې په کمي اتفاق کړېدے،تل پاتي سولي لپاره د خبرو عمل جاري ساتلو د عزم اظهار هم شوے

د قطر په سرښار دوحه کښې بين الافغاني کانفرنس د ګل په ورځې د شپے ناوخته پائي ته رسيدلي او وروستو ئې مشترکه اعلاميه جاري شويده

اعلاميه کښې د دې کانفرنس په  انعقاد د جرمني او قطر حکومتونو شکريه ادا کړي شويده

د کانفرنس اعلاميې ترمخه ټولو ګډون والو اتفاق کړېدي چې افغانستان کښې امن د ټولو شراکت دارو ترمينځه د مذاکراتو د لارې ممکن دے او سوله د افغانانو اصل غوښتنه ده

اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې ملک کښې روان جنګ د ختمولو او سولي لپاره بايد چې د باهمي اعتماد فضا قائم وساتلي شي او دغه رنګ سکولونو

، مدرسو،بازارونو،هسپتالونو او سرکاري ادارو تحفظ دي يقيني کړي شي

دې دوه ورځنې غونډه کښې د اسلامي اصولو مطابق زنانؤ او اقليتي ورورلۍ ته تعليمي، سياسي،سماجي او اقتصادي شعبو کښې د حقونو تحفظ ورکولو باندې هم ټول فريقينو اتفاق کړېدے

د روانې جهګړې له وجې  په داخلي سطح بے کوره شوي افغانان خپلو سيمو ته واپس راوستلو پشمول مختلف جيلونو کښې بنديوان ناروغه،معذوره او زيات عمره قيديان د خوشي کولو مطالبه هم شويده

اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې د کانفرنس ګډون کونکو په باهمي اتفاق د متحده قامونو سلامتي کونسل،يورپي يونين او د افغانستان ټولو ګاونډي ملکونو نه مطالبه کړي چې د  سولي او مفاهمت په حواله دي د بين الافغاني غونډي د فيصلو تائيد او مرسته وکړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.