ګل بدين حکمتيار طالبانو او افغان نمائندګانو په کانفرنس تحفظاتو اظهار

پہ دے کانفرنس د حزب د سیاسی امور مشر او حکمتیار صیب زووم غیرت بهیر او دری لوړ رتبه افغان دولتی چارواکی نادر نادری، متین بیګ او شهرزاد اکبر ګډون لری

کابل: د حزب اسلامی ګوند مشر ګل بدين حکمتيار وئیلی چہ دوحه مذاکرات هسې د وخت ضائع کول دي ،بهرني هيوادونه د سولي عمل خپل لاس کښې اخستو کوشش کوي۔ او پہ دوحه کښې روان د طالبانو او افغان نمائندګانو په کانفرنس ھم د تحفظاتو اظهار کړېدے

 حکمتیار د طالبانو او افغان نمائندګانو په کانفرنس تحفظاتو اظهار ھغہ وخت کړېدے چہ پہ دے کانفرنس کښې د دوی د ګوند د سیاسی امور مشر او د حکمتیار صیب زووم غیرت بھیر پہ خپلہ شریک دے۔

کابل کښې د پريس کانفرنس په وخت د حزب اسلامي ډلي مشر وئيلي دي چې بهرملکيان غواړي چې د سولي عمل انحصار کړي چې ښکاره مثال ئې دوحه کښې د افغانستان ځني نمائندګان راجمع کول دي

د هغه وينا ترمخه دوحه کانفرنس کښې ګډون کونکي کسانو ټاکنه حکومت نه ده کړي بلکه دوي په شخصي توګه دې مذاکراتو لپاره رابللي شوي وو.

دوحہ کی د طالبانو او د افغان نمائیندګان دوہ ورځے ناستی ھرکلی نہ صرف امریکی بلکہ افغان دولت ھم کړے دے۔ افغان دولت طمع سرګندہ کړی چہ دوحہ کښې روان مذاکرات بہ پہ مستقبل کښې د طالبانو او کابل حکومت ناستی تہ لارہ همواره کړي۔

د قطر ناسته کی په لومړی ځل دری لوړ رتبه افغان دولتی چارواکی نادر نادری، متین بیګ او شهرزاد اکبر ګډون لری پرونی غوڼډه کی نادر نادری خپلی خبری داسی تعبیر کړی چی ګوندې د اشرف غنی پیغام دلته قرات کوی

ګل بدين حکمتيار دا هم وئيلي دي چې ډيره د تعجب خبره ده چې دوحه کښې د افغانستان د مستقبل په حواله فيصلي کيږي ولي د دې مذاکراتو ايجنډې  نه  د کانفرنس ګډون وال او افغان دولت دواړه ناخبره دي

د يوې پوښتنې په جواب کښې د حزب اسلامي ډلې مشر ووئيل چې افغانستان کښې تل پاتي سوله  په دي صورت کښې راتلې شي چې د دې پروسي لپاره د افغانانو نمائندګي لرونکي ټول کسان پکښې ناسته وکړي او خپل نظرونه شريک کړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.