افغان دولت او امريکې دوحه کښې بين الافغاني مذاکراتو هرکلي کړے

افغان جهګړه خاتمے او د خپل مستقبل فيصلې لپاره د افغانانو يو چهت لاندې راجمع کيدو باندې خوشحاله يو،مائيک پومپيو

د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني وياند صديق صديقي لخوا جاري شوي يو بيان کښې په دوحه ښار کښې د قطر او جرمني په اشتراک  بين الافغاني مذاکراتو هرکلي شويدے

بيان کښې صديقي وئيلي دي چې  هيواد کښې روان جنګ ته د پائي ټکي کيښودو او د مستقبل په حواله  فيصله کولو لپاره د افغانانو او طالبانو خپل مينځي نظرونه يوبل سره د شريک کولو دا ښه موقع ده

د اولسمشر وياند هيله څرګند کړيده چې دوحه کانفرنس به نه صرف د سولي عمل کښې اهم رول ولوبوي بلکه د افغان دولت او طالبانو ترمينځه نيغ په نيغه مذاکراتو ته به  لاره هم کهلاؤ شي

امريکې هم د دوحه ناستې هرکلي کړے او دا ئې د افغان مفاهمتي عمل په حواله ګټه ور کوشش بللے دے

د امريکې د خارجه امورو وزير مائيک پومپيو په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې   دوحه کانفرنس لپاره ډير وخت راهسي کوششونه روان وو

مائيک پومپيو زياته کړه چې  روانه جهګړه د ختمولو او د هيواد مستقبل په حواله تګ لاره ټاکلو په غرض افغان دولتي چارواکي،د سول سوسائيټۍ غړي،زنانه او طالبان يو ميز ته راغونډي شويدي کومه چې د امريکنيانو لپاره ډيره د خوشحالۍ خبره ده

يادي دي وي چې دوحه کښې بين الافغاني کانفرنس د اتوار په ورځ شورو شوي وو چې پکښې د افغانستان مختلف سياسي ګوندونو،مدني ټولنو د 50  نه سيوا نمائندګان ګډون کوي چې پکښې  نهه زنانه هم شاملي دي

دې اهم کانفرنس کښې د شيرمحمد ستانکزئۍ په مشرۍ کښې د طالبانو اوولس کسيزه وفد هم ګډون کوي

د طالبانو د قطر سياسي دفتر ترجمان سهيل شاهين بيان ترمخه دې کانفرنس کښې چې د افغان مستقبل او سولي عمل په حواله څومره هم نظرونه او تجاويز  رامخې ته شول هغه به د امريکې او طالبانو ترمينځه کيدونکي امن لوظنامې په مسوده کښې شاملولي شي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.