افغانستان کښې ديوې هفتې دوران 264 سيکيورټي, 58 ملکي وګړي وژلي شويدي

روان کال دوران افغان اولس لپاره دا د ټولو خونړۍ هفته ثابت شوېده

د امريکې خبري ادارے نيويارک ټائمز افغانستان کښې د جون اتويشتمه نيټې نه تر جولائۍ مياشتې د څلورمه نيټه پورې د تشدد پيښو او سيکيورټي فورسز کارروائيو کښې اوړيدلي مرګ ژوبلي رپورټ خپور کړېدے

رپورټ ترمخه که يو خوا قطر کښې د امريکې نمائندګانو او طالبانو ترمينځه مذاکرات جاري دي نو بلخوا وسله والو په افغانستان کښې خپلو حملو کښې هم سيوا والي راوستي دے

رپورټ کښې وئيلي شويدي چې د جنګيالو مختلفو بريدونو په مهال264 سيکيورټي فورسز وژلي شويدي چې پکښې د حکومت مرستيال وسله وال يا پاڅون کونکي هم شامل دي

دغه رنګ وسله والو سره نښتو او د دوي په ضد شوي د افغان او ناټو پوځيانو جوابي کارروائيو دوران 58 ملکي وګړي هم په حق رسيدلي دي چې پکښې زنانه او ماشومان هم شامل دي

د تيرې مياشتې په ديرشمه نيټه طالبانو معروف اولسوالۍ کښې د آرمي بيس او اليکشن کميشن په دفترحمله کړي وه چې په نتيجه کښې 45 پوليس اهلکار او د اليکشن کميشن د عملې اته کسان مړه شوي وو

 

رپورټ کښې د جولائۍ مياشتې په وړومبې نيټه کابل کښې د دفاع وزارت په ودانې شوي د طالبانو حمله کښې اوړيدلي مرګ ژوبلي تفصيلات هم ورکړي شويدي او وئيلي شويدي چې دې حمله کښې 34 ملکي وګړي او شپږ امنيتي اهلکار وژلي شوي وو ولې د 51 ماشومانو په ګډون کسان دې حمله کښې 116 کسان ژوبل شوي وو۔

رپورټ کښې زياته کړي شويده چې روان کال دوران په يوه هفته کښې افغانستاني وګړو ته اوړيدلي دا د ټولو نه زياته مرګ ژوبله ده۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.