افغان مفاهمتي عمل اهم پرمختګ،دوحه کښې امريکې او طالبانو ترمينځه امن معاهده ليکلي کيږي

د مذاکراتو دې رواني مرحله کښې د معاهدې مسوده دوباره ليکلي شي،سهيل شاهين

د قطر سرښار دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو اوومه مرحله جاري ده چې پکښې افغان جنګ پائي ته رسولو په معامله اهم پيش رفت شويدي

سرچيني وائي چې دواړه ډلې په دوه اهمو معاملو باندې متفق شويدي چې پکښې د افغانستان خاوره آئنده  دترهه ګرۍ لپاره  نه استعماليدل او د بهرملکي پوځيانو انخلا شامله ده

بهرملکي خبري ادارو رپورټونو ترمخه دواړه فريقين به هم د مذاکراتو په دې ناسته کښې امن مسودي ته حتمي شکل ورکړي او دا به په تحريري شکل کښې وليکلي شي

دغه رنګ د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين هم د امريکې يوې خبري ادارے(ايسوسيټډ پريس) سره مرکې په وخت وئيلي دي چې د مذاکراتو دوران د معاهدې مسوده دوباره ليکلي شي

د هغه وينا ترمخه  په بعضې نکاتو اختلاف رائے لوجې د مذاکراتو دا اوومه مرحله هم اوږه شويده ولې اوس دا معاهده تقريبا مکمل ده او چې په کومو نکاتو فريقين متفق شويدي هغه به د امن معاهدې د مسودي برخه وي

 

د يوې پوښتنې په جواب کښې سهيل شاهين ووئيل چې د جرمني او قطر په اشتراک  بين الافغاني مذاکراتو کښې چې په کومو خبرو اتفاق رائے وشي هغه به هم امن ډرافټ کښې شاملولي شي

ياده دي وي چې امريکې لخوا د پوځيانو واپس رابللو په حواله ټائم فريم يا پلان نه ورکول د اختلافاتو اهم وجه وه او هم دا د طالبانو وړومبې او زړه مطالبه وه

امريکې او طالبانو ترمينځه امن مذاکراتو کښې د پرمختګ آوازې په داسې وخت رامخي ته شوي چې  د افغانستان سياسي او مدني ټولنود 50 نه سيوا مشران او نمائندګان د جرمني او قطر په بلنه بين الافغاني مذاکرات کښې د ګډون لپاره دوحه ښار کښې راجمع شويدي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.