وزيراعظم عمران خان سره به ډير زر افغان طالبان ملاقات کوي،نعيم الحق

د ملاقات مقصد د افغان سولې عمل پرامن حل لټول دي،د وزيراعظم خصوصي معاون

اسلام اباد: د افغان طالبانو یو نمائندہ وفد بہ ډير زر د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کوي او د ملاقات مقصد د افغان روان سولې عمل او د افغان مسئلی پرامن حل لټول دي۔

سرکاري خبري ادارو ترمخه د وزيراعظم عمران خان خصوصي معاون نعيم الحق دا خبرې اسلام آباد کښې يوې دستورې ته وينا په وخت کړيدي

خپل وینا کښې نعيم الحق وئيلي دي چې د افغان اولسمشر اشرف غني پاکستان دورې سره دواړو هيوادونو ترمينځ بے باوري ختم شويده

د هغه وينا وه چې د ډاکټر اشرف غني اسلام آباد سفر دوران دواړو ملکونو د افغان کډوالو  او د سمګلنګ مخ نيوي مسئلې هوارولو باندې اتفاق کړېدے

دغه رنګ خپل تقرير کښې نعيم الحق دا هم وئيلي دي چې افغان مفاهمتي عمل ته وده ورکولو په غرض وزيراعظم عمران خان سره به ډير زر د طالبانو وفد ملاقات کوي افغان دولت په دې ملاقات د رضامندې اظهار کړېدے

نعيم الحق دا نه ده واضحه کړي چې د وزيراعظم عمران خان او افغآن طالبانو د وفد ملاقات به کله او کوم ځائې کيږي او دې کښې به کوم اهم طالب مشران ګډون کوي

په داسې حال چې د افغانستان د مسئلي هواري لپاره په نړي وال کچ هلي ځلي رواني دي د وزيراعظم عمران خان او افغان طالبانو ممکنه ملاقات به د افغانستان سولې عمل ته نوره هم فائده اورسوي چې به ورسره نه صرف دواړو ملکونو کښې بلکه منطقه کښې امن او استحکام لپاره د يو نوي دور آغاز وشي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.