آزاد کشمير کنټرول لائن سره نزدې چاودنه کښې پنځه پوځیان شهيدان شويدي

دا پيښه سيمه کښې د هندوستان د رياستي دهشت ګردۍ واضح ثبوت دے،آئي ايس پي آر

د پاک پوځ تعلقاته عامه ادارے لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د آزاد کشمير برناله سيمه کښې د پاک پوځ په اهلکارو د بارودي موادو چاودنه شوېده

بيان ترمخه دا چاودنه  کنټرول لائن سره نزدي چهمب سيکټر کښې شوي چې په نتيجه کښې د پاک پوځ پنځه اهلکار شهيدان او يو ژوبل شويدي

بيان کښې وئيلي شوي چې د چاودنې نوعيت معلومولي شي

بيان کښې زياته کړي شوېده چې هندوستان انتظاميه په کنټرول لائن د ډز بندۍ معاهدے او نړي وال قوانينو خلاف ورزې کوي او دا چاودنه سيمه کښې د رياستي دهشت ګردۍ واضح ثبوت دے

دې چاودنه کښې صوبيدارمحمد صادق،سپاهي محمد طيب،نائيک شير زمان،سپاهي زوهيب او سپاهي غلام قاسم شهيدان شويدي

پيښه کښې شهيد شوي د نائيک شيرزمان تعلق د خيبر پښتونخوا کرک  ضلع سره دے او د هغه نه دوه ځامن او دوه لوڼه يتيمان پاتي شويدي

 

د صوبيدار محمد صادق تعلق د نيلم ضلع سره،د سپاهي زوهيب تعلق پونچه ضلع سره،د سپاهي غلام قاسم تعلق د سرګودهې او د سپاهي محمد طيب تعلق د خوشاب سره دے۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.