پښتونخوا کښې پوليو رنځ بيا په خوريدودے،پنځه نوي کيسونه رجسټرډ شويدے

د پوليو تازه کيسونه بنو او تورغر ضلعو کښې رجسټرډ کړي شويدي

د خيبر پښتونخوا ايمرجنسي آپريشن سنټر(اي او سي) لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې صوبه کښې پنځه نوروماشومانو کښې د پوليو د وائرس تصديق شويدے

بيان ترمخه بنوضلع کښې درې ماشومان او تور غر ضلع کښې دوه ماشومان د پوليو د بيمارۍ ښکار شويدي چې ورسره روان کال دوران خيبر پښتونخوا کښې د پوليو نه متاثره ماشومانو شميره 31 ته رسيدلي ده

بيان کښې زياته کړه شوېده چې دا پنځه واړه ماشومانو د خپلو والدينو د غفلت لوجې د پوليو د رنځ ښکار شويدي او دوي ته يو وارې هم د پوليو نه د بچ کيدو ويکسين نه وو ورکړي شوي

دغه رنګ روان کال دوران ټول ملک کښې د پوليو د بيمارۍ نه متاثره شوي ماشومانو شميره 37 ته رسيدلي ده چې پکښې د دريو تعلق سنداو د دريو د پنجاب صوبو سره دے

د تيرې مياشتې په اتويشتمه نيټه هم بنو او تورغرضلعو کښې دوه دوه او شمالي وزيرستان کښې يو ماشوم کښې د پوليو د وائرس تصديق شوي وو او دغه ماشومان هم د پوليو د ويکسين نه لري ساتلي شوي وو

صوبه کښې د پوليو نوي کيسونو کښې سيواوالي راتلو وروستو صوبائي حکومت د صوبې په يوؤلس ضلعو کښې آوټ بريک پوليو مهم شورو کولو فيصله کړېده

اي او سي بيان ترمخه دا مهم به تورغر،کوهستان،بټګرام،مانسهره،هري پور، شانګله،سوات،بونير او صوابۍ کښې چلولي شي۔

کال 1998 کښې د دنيا په زياتره ملکونو کښې د پوليو وائرس موجود وو ولې د صحت نړي والې ادارے په کوششونو په دې قابواوموندلے شو خو د بدقسمتۍ نه  خراب امنيتي صورتحال او اولس کښې د پوليو رنځ په حواله د شعور نشتوالي لوجې پاکستان او افغانستان کښې تر دې دمه دا بيماري د قابونه بهر ده۔

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.