دوحه کښې په اووم جولائۍ بين الافغاني مذاکرات کيږي

د افغانانو خپل مينځ کښې راغونډولو مقصد ددوي ترمينځه بے اعتمادي ختمول دي،جرمن استاذي

د دې مذاکراتو کوربه توب قطر او جرمني حکومتونو په ګډه کوي۔

افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خصوصي استازي مارکس پوټزل لخوا جاري شوي يو بيان ترمخه دا مذاکرات به دوه ورځي جاري وي

بيان کښې وئيلي شوي چې د دې مذاکراتو مقصد د افغان امن او استحکام لپاره تګ لاره ټاکلو په غرض افغانان په يو ميز کېنول دي

بيان کښې زياته کړي شوي چې د افغانانو خپل مينځ کښې راغونډولو بل مقصد دا هم دے چې دوي ترمينځه بے اعتمادي د مينځه لر کړي شي اوددوي د باهمي صلاح مشورو د لارې د  خپل  مستقبل په خپله خوښه فيصله اوکړي

بيان کښې دا نه ده واضحه کړي شوي چې دې مذاکراتو کښې به د افغانستان کوم کوم شخصيات ګډون کوي او آيا دې کښې به د کابل انتظاميې نمائندګي وي او کنه؟

بيان کښې مخکښې وئيلي شويدي چې مذاکراتو کښې د ګډون والو شرکت به انفرادي او شخصي وي

سرچيني وائي چې افغان دولت هم دې مذاکراتو کښې د ناستې خواهش لري او امکان دې چې يو وفد به دوحه ته وليږي خو مذاکراتو کښې دا شرکت به د دولت استاذي په توګه نه وي۔

زلمي خليل زاد افغان مفاهمتي عمل لپاره د جرمني او قطر د هلو ځلو هرکلي کړے او وئيلي ئي دي چې د افغانستان د تيرڅلويښت کالو واقعاتو نه بايد چې دا سبق واخستي شي چې سياسي اختلافات صرف او صرف د مذاکراتو او د خبرو اترو د لاري هواريدي شي

دا وړومبې ځل نه دي چې افغان روغې جوړې په حواله بين الافغاني مذاکرات کيږي دې نه آګاهو د روس سرښار ماسکو کښې دا رنګ دوه اجلاسونه شوي وو چې پکښې د افغانستان سياسي مشرانو او طالبانو ګډون کړي وو او سولي عمل په بابله ئې يو بل سره خپل نظرونه شريک کړي وو

هم دغه رنګ د تيرې مياشتې په دويشتم جون د پاکستان سيلګرۍ په مقام مري کښې لاهور پراسيس سوري لاندې افغان امن کانفرنس شوي وو اګرچه طالبانو دې اهم کانفرنس کښې ګدون نه وو کړې ولې د افغانستان مختلفو سياسي او مذهبي ګوندونو د پنځوسو ته سيوا مشران پکښې موجود وو او دوي د افغان روغې جوړۍ عمل په حواله د پاکستان کردار ته په درنه سترګه کتلي وو او دا کانفرنس ئې د دواړو هيوادونو اړيکو د مضبوطتيا لپاره پليټ فارم هم ګرځولي وو۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.