د امريکې او افغان طالبانو ترمينځه قطر کښې د مذاکراتو نوې پړاؤ جاري دے

مذاکراتو کښې د پوځيانو انخلا،افغان خاوره د ترهه ګرو خلاف نه استعماليدل، جنګ بندي او بين الافغاني مذاکراتو په معاملو خبرې کيږي

د دواړو فريقينو ترمينځه دوحه ښار کښې دا مذاکرات د خالي په ورځ ماسپخين شورو شوي وو او په مجموعي توګه دواړو فريقينو ترمينځه  د مذاکراتو دا اوومه مرحله ده چې ورته د ټول افغان اولس او دولت سترګي دي۔

د مذاکراتو نه څو ورځې وړاندي د امريکې خصوصي استازي زلمي خليل زاد په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي وو چې هغه د سيمې د ملکونو اوسنې دورې نه پس باور لري چې ټول فريقين غواړي چې افغان مفاهمتي عمل کښې دې په فوري توګه پرمختګ وشي۔

مذاکراتو کښې په څلورو موضوعاتو خبري اتري رواني دي چې پکښې د بهرملکي پوځيانو انخلا،افغان خاوره د ترهه ګرو خلاف نه استعماليدل، جنګ بندي او د دې معاملې سياسي لار راويستو په غرض بين الافغاني مذاکرات شامل دي۔

تر دې دمه شوي مذاکراتو نه دواړه فريقين مطمئين ښکاري او د خبرو اترو عمل بغير د څه رکاؤت جاري پاتې کيدل د افغان مسئلې د هواري په حواله د فريقينو نيتونه هم په ډاګه کړيدي۔

څلور ورځې مخکښې د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو کابل کښې د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني او سياسي مشرانو سره ملاقات کړي وو او وروستو ئې پريس کانفرنس په مهال وئيلي ووچې طالبانو سره مذاکراتو کښې ډير اهمې کاميابې ترلاسه شويدي او پراميده يو چې افغان خاوره آئنده لپاره د چا خلاف نه استعماليدو په موضوع به طالبانو سره ډير زر معاهده لاس ليک شي۔

د طالبانو امير ملا هيبت الله لخوا ملا عبدالغني برادر د طالبانوسياسي معاون او د قطر دفتر مشر ټاکلو وروستو امريکې سره مذاکراتي عمل مشري هغه ته حواله شويده دې نه مخکښې د مذاکراتو پنځو مرحلوکښې  د طالبانو د وفد مشري شيرمحمد عباس ستانکزئې کوله۔

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.