پاکستان افغان کډوالو قيام کښې د يو کال توسيع وکړه

14 لاکه نه سيوا افغان رجسټرډ کډوال جون دوه زره شلم پورې پاکستان کښې اوسيدي شي،نوټيفکيشن جاري

کډوالو په حواله د متحده قامونو ادارے يواين ايچ سي آر  اعداد و شمار ترمخه دا مهال پاکستان کښې څوارلس  لکه پنځه زره اووه سوه پنځلس  رجسټرډ افغانان ميشته دي او پاکستان کښې د دوي د پاتۍ کيدو موده د روان کال ديرشم جون پورې وه۔

د دې مهاجرينو په قيام کښې توسيع په حواله د روانې مياشتې په اتلسمه نيټه د پاکستان،افغانستان او د متحده قامونو کډوالې ادارے د نمائندګانو ترمينځه اسلام آباد کښې  غونډه شوي وه چې پکښې د افغان مهاجرينو واپسۍ په معاملو خبري شوي وے۔

دې غونډه کښې د افغانستان او يواين ايچ سي آر نمائندګانو پاکستان کښې ميشته د افغان مهاجرينو د قيام موده د غزولو مطالبه کړي وه او د دوه ورځو خبرو اترو وروستو  درې واړه فريقين په دي متفق شول چې د افغانانو مشکلاتو په تناظر کښې به پاکستان د دوي د قيام موده کښې توسيع وکړي ولې حتمي فيصله به وزيراعظم عمران خان کوي۔

د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د پاکستان دورې په مناسبت وفاقي حکومت د افغان مهاجرينو قيام کښې توسيع کړي او دې سلسله کښې د سيفران وزارت لخوا باقاعده نوټيفيکشن هم جاري کړي شو۔

د نوټيفيکشن ترمخه وفاقي حکومت د افغان مهاجرينو پروف آف رجسټريشن کارډ کښې د يو کال يعني ديرشم جون کال دوه زره شلم پورې توسيع وکړه۔

هم دغه رنګ د افغانانو د شهريت کارډ(اے سي سي) موده هم د روان کال اکتوبر يوديرشمه نيټې پورې غزولي شويده۔

دې نه آګاهو وفاقي حکومت به د رجسټرډ افغآن  کډوالو په قيام کښې د شپږو مياشتو توسيع ورکوله ولې د پي ټي آئي حکومت دې کښې د يو کال توسيع کړے چې پرې پاکستان کښې ميشته افغان کډوالو د خوشحالۍ اظهار کړېدے۔

پاکستان لپاره د يواين ايچ سي آر نمائنده (Ruvendrini Menikdiwela) لخوا جاري شوي بيان کښې  د افغان مهاجرينو قيام کښې توسيع په حواله د حکومت پاکستان فيصله ستائيلي شويده۔

بيان کښې وئيلي شوي چې پاکستان تير څلور لسيزو راهسې د لاکهونو افغان کډوالو ميلمستيا کوي په دې باندې د پاکستان عوام او حکومت د داد مستق دي او دا چې دې سلسله کښې به يواين ايچ سي آر د پاکستان مرسته جاري ساتي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.