اختر مينګل ته به د بلوچو د سرسودا ګرانه پريوځي،زاهد خان

مقتدرقوتونه اتلسم ترميم ختمول غواړي  خو بيا هم اخترمينګل د دروغو په تسلې دهوکه شو۔

د عوامي نيشنل پارټۍ ترجمان زاهد خان د اپوزيشن اے پي سي کښې د بلوچستان نيشنل پارټۍ(مينګل) ډلې عدم شرکت باندې سختي نيوکي کړيدي

زاهد خان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې ډير د افسوس مقام دے چې د پاکستان سياست اکثر د پيښو ښکار شي هم دغه شان د بي اين پي ممبرانو فنډز ملاويدو ورستو حکومت سره سودا بازي وکړه او آخري لمحاتو کښې ئې اے پي سي کښې د شرکت کولو نه انکار وکړو۔

بيان  ترمخه اختر مينګل به د اپوزيشن اجلاسونو کښې په خپله حاضريدو يا به ئې خپل نمائنده راليږو اوس حکومت سره د سودا بازۍ د لارې هغه دا نوې ډرامه وکړه۔

بيان کښې زياته کړي شوېده چې وزيراعظم عمران خان په يوه خبره چرې هم ټينګ ولاړ نه دي پاتي په هره موقع ئې يوټرن اخستي دے او هم دا معامله به د اختر مينګل پارټۍ سره کيږي او هغه به بيا د اپوزيشن سره څنګ په څنګ ولاړ وي ۔

بيان  کښې دا هم وئيلي شويدي چې د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر د معمولي مفاداتو په خاطر د خپلو بلوچو وړوڼو سودا وکړه کومي چې  هيڅ صورت کښې هم د جمهوريت او ملک مفاد کښې نه ده۔

د زاهد بيان ترمخه حکومت بار بار دا خبره کوي چې اتلسم ترميم نه رول بيک کوو ولې اختر مينګل په خپله هم د دې نه ښه خبر دے چې مقتدرقوتونه اتلسم ترميم ختمول غواړي  خو بيا هم  هغه په عارضي او د دروغو په تسلې دهوکه شو۔

ياده دي وي چې د جے يوآئي مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کښې د اپوزيشن ډلو آل پارټيز کانفرنس  د شورو په ورځ رابللي  شوي وو چې مقصد ئې د حکومت خلاف ممکنه تحريک او بجټ نه منظورې په حواله مشترکه تګ لاره ټاکل وو دې کانفرنس کښې اختر مينګل د شرکت کولو اشاره ورکړي وه ولې وزيراعظم عمران خان سره د هغه ملاقات هم په دغه ورځ شيډول وو چې لوجې ئې هغه اے پي سي کښې ګډون نه وو کړے۔

دې سلسله کښې اختر مينګل سره شريک پريس کانفرنس دوران وزير دفاع پرويز خټک وئيلي دي چې حکومت د بي اين پي شپږ نکاتي ايجنډا باندې عمل درآمد کښې مخلصه دے او د بلوچستان د اولس محرومې ختمولو لپاره حکومت د موثره اقدامات پورته کولو فيصله کړيده۔

په دې موقع پريس کانفرنس ته اختر مينګل هم وينا کړي او وئيلي ئې دي چې وزيراعظم عمران خان د بے درکه کسانو په معامله کښې د پرمختګ کولو باور راکړېدے۔

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.