پخير راغلي- ډاکټر اشرف غني دوه ورځنې دوره اسلام آباد ته رارسيدلي

د افغانستان صدارتي ټاکنو او امريکې طالبانو ترمينځ روان مذاکراتو په تناظر کښې د اشرف غني سفر ډير اهميت دے

خواؤ شا څلور نيم کاله پس افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني د پاکستان په دوره  اسلام آباد ته  راغلے دے

پاکستان ته په راتګ مشير تجارت عبدالرزاق داؤد د افغان اولسمشر او د هغه د وفد هرکلي کړېدے

د خارجه دفتر وياند ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان ترمخه د افغان صدر دوره په دوه ورځو مشتمل ده چې پکښې به هغه پاکستاني واکمنو سره دوه اړخيزه تعلقات او سيکيورټۍ په معاملو خبرې کوي

ډاکټر اشرف غني اسلام اباد ته رارسيدو روستو د پاکستان وزيرخارجه شاه مخمود قريشي سرہ ملاقات کي د دوانړو ھيوادونو ترمينځ په دوه اړخيزه معاملو او افغان امن عمل تفصيلي خبرے وکړے.
ډاکټر اشرف غني بيا د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره هم وليدل او د پاکستان او افغانستان ترمينځ تعلقات سمه وولو او د دوانړو هيوادونو ترمينځ تجارت زیاتہ وولو سره او په نورو امورو خبري اترے وکړے.
نن ماښام به ډاکټر اشرف غني د پاکستان صدر عارف علوی سره ملاقات کوي اور بيا به د صدر له طرفه د ماښام ډوډے خوري.

دغه رنګ افغان اولسمشر به د نور سول او عسکري قيادت سره هم ليده کاته کوي

کابل کښې د صدارتي محل لخوا جاري شوي بيان ترمخه اولسمشر د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په رسمي بلنه د پاکستان دوره کوي او دې دورې په مهال به  سيمه ايز تعلقات،تجارت،ټرانزټ ټريډ،امنيت او سولې په حواله پاکستاني واکمنو سره خبرې کوي

پاکستان دورې نه مخکښې افغان اولسمشر کابل کښې د اعلي پائې غونډه هم رابللي وه چې پکښې سياسي مشرانو،سيمه ايز پوهانو،صحافيانو او د پوهنتونونو پروفيسرانو ګډون کړي وو

اشرف غني د غونډې ګډون وال د پاکستان دورې او کيدونکي ملاقاتونو په بابله اعتماد کښې اخستي او دې سفر په حواله ئې د دوي تجويزونه هم اوريدلي دي

د افغانستان راتلونکي صدارتي ټاکنو او او امريکې او د طالبانو ترمينځه روان مذاکراتي عمل په تناظر کښې څيړنګار اسلام آباد ته د اشرف غني سفر له ډير اهميت ورکوي۔

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.