اشرف غني په دوه ورځنې دوره صبا اسلام آباد ته راځي

افغانستان راتلونکي صدارتي ټاکنو ,امريکې طالبانو ترمينځه روان مذاکراتي عمل په تناظر کښې د اشرف غني د سفر ډير اهميت دے

پاکستان او افغانستان اړيکو کښې مهم پرمختګ،اولسمشرډاکټر اشرف غني  په دوه ورځنې دوره صبا اسلام آباد ته راځي

د اوږد مودې د ځنډ وروستو يو وارې بيا د پاکستان او افغانستان ترمينځه اړيکې د ښه والي په لور رواني شوي او هم دې سلسله کښې اولسمشر اشرف غني په دوه ورځنې دوره صبا اسلام آباد ته راځي۔

د افغانستان راتلونکي صدارتي ټاکنو او او امريکې او د طالبانو ترمينځه روان مذاکراتي عمل په تناظر کښې څيړنګار اسلام آباد ته د اشرف غني سفر له ډير اهميت ورکوي۔

د افغان اولسمشر وياند هارون چخانسوري له طرفه جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې ډاکټر اشرف غني به د پاکستاني واکمنو سره په څلورو موضوعاتو خبرې کوي چې پکښې افغان سوله،د دواړو هيوادونو ترمينځه تجارتي او ټرانزټ معامله،سيمه ايز تعلقات او د سيکيورټۍ معاملې شامل دي۔

د تيرې مياشتې په پنځمه نيټه وزيراعظم عمران خان ته د افغان اولسمشر اشرف غني ټيلي فون کړي وو او ورسره ئې د دواړو هيوادونو تعلقاتو په په نورو اهمو معاملو خبري کړي وي هم دې خبرو دوران عمران خان د افغان اولسمشر له د پاکستان د دورې بلنه ورکړې وه کومه چې هغه قبوله کړي وه

دغه رنګ د ډاکټر اشرف غني او افغان اولسمشرترمينځه سعودي عرب کښې د او آئي سي د مشرانو اجلاس په سائيډ لائن هم تفصيلي ملاقات شوي وو او هم دې باهمي رابطو او ملاقاتونو يو وارې بيا دواړه ملکونو يو بل ته رانزدي کړيدي۔

پاکستان ته  د ډاکټر اشرف غني دا دريمه دوره ده چې پکښې به هغه د وزيراعظم عمران خان پشمول نور اعلي چارواکو سره ملاقاتونه کوي دې نه آګاهو هغه دوه زره څوارلسم کښې د پاکستان دوره کړي وه۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.