ګل بدين حکمتيار په شمشتوکښې؟

د حزب اسلامي ډلۍ مشر ګل بدين حکمتيار د پيښور شمشتو کيمپ ته تلي او زاړه يادونه ئې تازه کړيدي،کيمپ کښې راغونډه شوي دستورې ته حکمتيار د افغانستان څخه بهرملکي پوځيانو د انخلا مطالبه کړي

سرچينو ترمخه پاکستان ته په سفر راغلي دافغانستان پخواني وزير اعظم ګل بدين حکمتيار پيښور سره نزدي واقع د افغان مهاجرينو تاريخي شمشتو کيمپ ته تلے دے۔

وئيلي کيږي چې حکمت يار صيب په دغه کيمپ کښې څو ساعته ايسارتيا کړي او د  کيمپ په نصرت ميني جومات کښې يوې دستورې ته وينا هم کړېدے۔

د حزب اسلامي ډلې مشر دافغانستان نه د بهرملکي پوځ د انخلا مطالبه کړي او وئيلي ئې دي چې د روغې جوړې خبرو په مهال امريکې سره دې صرف په دې موضوع خبرې وشي۔

ګل بدين حکمت يار طالبانو ته وړانديز کړي چې راځې ټول يو موټي شو او ناټو پوځ اړ کړو چې باقي دې زمونږ دا خاوره پريږدي۔

هغه هيله څرګند کړه چې افغانستان کښې راتلونکي حکومت که د هرې سياسي ډلۍ راشي خو د اولس د رائے مطابق دې وي د بهر نه مسلط کيدونکې حکومت به دوي ته په هيڅ ډول د قبولولو نه وي۔

د پيښور نه 25کلوميټره جنوب په اړخ د نوښار په ضلع کښې واقع شمشتو مهاجر کيمپ يو ځانګرۍ پيژندګلو لري۔ په افغانستان د روس يرغل وروستو په لاکهونو افغانان چې په کډه پاکستان ته راغلل نو زياتره پکښې په شمشتو کيمپ کښې آباد شول۔

د حزب اسلامي ډلۍ مشر ګل بدين حکمت يار هم ډيره موده په دې کيمپ کښې د مهاجرت ژوند تير کړېدے، وئيلي کيږي چې شمشتو کيمپ کښې ميشته مهاجرينو کښې زياتره يا خو حزب اسلامي ګوند سره تعلق لرلو او يا د حکمت يار صيب نزدي ملګري او محافظان وو او تير وختونو کښې امريکې څو وارې الزام لګولي وو چې د حزب اسلامي ډلۍ وسله والو ته هم په دې کيمپ کښې تربيت او افغانستان کښې د بدامنۍ لپاره هدايات ملاويږي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.