محسن داوړ او علي وزير ولې د خپلې حلقې د نمائندګې نه محرومه ساتلي شي؟

د قامی اسمبلے د سپیکر اسد قیصر منفی رویہ

قامي اسمبلۍ اجلاس کښې د څلور ورځو هنګامو او چغې سورو  وروستو اسپيکر اسد قيصر مجبوره شو چې د مخالفو ډلو مطالباتو په رڼا کښې  د پارليمان د هغه ممبرانو پروډکشن آرډر جاري کړي کوم چې مختلف تورونو لوجې زير حراست دي ۔ ولې د بدقسمتۍ لوجې دا پروډکشن آرډر صرف د آصف علي زرداري او خواجه سعد رفيق لپاره جاري شوي ولې محسن داوړ او علي وزير د دې سهولت نه محرومه وساتلي شول حالانکه اپوزيشن ليډر شهباز شريف اسمبلۍ ته وينا په مهال د څلور واړو مشرانو د پروډکشن آرډر جاري کولو مطالبه کړي وه ۔

د ملکي قانون مطابق د اولس د ووټ په ذريعه منتخب شوي غړي د پارليمان په غونډو کښې ګډون کولي شي ولې د قبائيلي ضلعو سره تعلق لرونکي ايم اين ايز  سره دا قسمه ناوره سلوک د پاکستان په آئين سواليه نښه ده۔

د شمالي وزيرستان خړ کمر بدامنۍ پيښو په الزام کښې ګرفتار محسن داوړ او علي وزير باندې خو عدالت څه جرم ثابت نه کړي شو ولې بيا هم دوي ته د خپلې حلقې د اولس لپاره ايوان کښې آواز پورته کولو يا قانون سازۍ کښې برخه اخستو اجازت نشته۔

محسن داوړ چې تير عام انتخاباتو کښې د شمالي وزيرستان د حلقے اين اے اته څلويښتم باندې ئې برې ترلاسه کړي وو او د سيمې اولس د خپل حق آواز پورته کولو لپاره په هغه د اعتماد اظهار کړي وو او د مختلف سياسي پارټو اميدوارانو په مقابله کښې ورله د خپل ووټ په ذريعه عزت ورکړي وو اوس که هغه د قامي اسمبلۍ بجټ سيشن کښې يا نور د اسمبلۍ دا قسمه اجلاسونو کښې شرکت نه منع کولي شي نو دا به د شمالي وزيرستان د اولس بنيادي حق شوکولو برابر وي۔

هم دغه حال د جنوبي وزيرستان نه منتخب شوي د قامي اسمبلۍ د ممبر علي وزير دے، واکمن غواړي چې په هر څه طريقه دي وي خو چې  د دې دواړو مشرانو آواز دباؤ وساتلي شي او دا قسمه غلطۍ فيصلې د رياست او اولس ترمينځه د بے اعتمادۍ فضا پيدا کولي شي ۔ وزيراعظم عمران خان او نور سياسي مشران بار بار دا قسمه بيانونه ورکوي چې پاکستان کښې د شته من او زوره ورو لپاره يو قانون وي او د بے وسه او مظلوم طبقے لپاره بل خو د محسن داوړ او علي وزير په معامله  زمونږ  سياسي قيادت مکمل خاموشي خپله کړېده۔

د قبائيلي اولس آواز تر تورو تمبو دننه  محدود ساتل که د حکمرانانو فيصله وي نو کيدي شي چې د محسن داوړ او علي وزير د اسمبلۍ رکنيت هم ختم شي او که حکومت څه دا قسمه هيڅ اراده نه لري نو بيا د علي وزير او محسن داوړ بغير د څه ثبوت زندان کښې بند ساتل او د اسمبلۍ کارروائۍ کښې برخه اخستو نه منع کولو څه معني لري؟؟

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.