قبائلي سميو ماشومان اوس نه وائي چه لوئ شو نو “طالب”به جوړيږي

د قبائلي سیمو حالات۔۔۔۔ دوئم اړخ

شمس مومند

لس کاله مخکښنې خبره ده چې کله زه د اسلام آباد او پيښور صحافيانو يو وفد سره د تحريک طالبان پاکستان د امير بيت الله محسود انټريو کولو لپاره  جنوبي وزيرستان ته تلم د بنو ښار نه يو څو کلوميټره مخکښې دريو ګاډو کښې سواره د طالبانو يوې ډلې  زمونږ هرکلي وکړو او خپل حفاظت کښې د ځان سره روان کړو۔ايف آر بنو او د شمالي وزيرستان ميرعلي تحصيل د لارې مونږ د جنوبي وزيرستان سراروغه او مکين نه علاوه په نورو علاقو تير شول په دغه علاقو کښې مو دوه ورځې تيري کړي ولې يو څو مقامي کسان او طالبانو نه علاوه  هيڅ يو سرکاري اهلکار مونږ ونه ليدو۔اوس خو د خدائے په فضل د اولس خواهشاتو او د حکومت کوششونو او د سيکيورټي اهکارو د قربانو لوجې نه صرف دا چې ځائې په ځائې د پوځ،ليويز او پوليس اهلکار په نظر راځي بلکه د صحت،تعليم،نادرا،سي اين ډبليواو اليکشن کميشن نه علاوه د نورو سرکاري او غيرسرکاري محکمو نمائندګان بغير د څه ويرې ترخې دغه سيمو کښې ګرځي راګرځي۔

وزيرستان کښې د خپل تباه شوي کور په ملبه يو ماشوم ناست وو چې ورسره لاس کښې د لرګي نه جوړ نقلي ټوپک وو،ما د دغې ماشوم نه پوښتنه وکړه چې ته لوئي شې نو څه به جوړيږي؟ هغه سمدلاسه جواب راکړو چې طالب به جوړيږم۔ د ماشوم د دې جواب وجه دا نه وه چې  هغه طالبان ښه او نور خلک بد ګني بلکي د دې وجه دا وه چې د طالب جنګيالي نه بغير هغه نور هيڅوک هم دغه سيمه کښې نه وو ليدلي۔دا ماشوم نه خو ډاکټر پيژندلو نه وکيل يا پروفيسر او نه د هغه فکري سوچ  پوځي يا سويلين افسرانو ته رسيدو۔

صرف اته کاله مخکښني د فاټا سالانه ترقياتي پروګرام ته وګورې نو د دې حجم  صرف پنځلس ارب روپۍ وو ولې نن د دې سيمو د ترقۍ لپاره بجټ کښې يوسل دوه پنځوس ارب روپۍ ايښودي شويدي که چرې  دا رقم په صحيح طريقه په قبائلي ضلعو کښې خرچ کړې شو نو لس کاله نه بلکې صرف دريو کالو کښې د قبائلي ضلعو د اولس قسمت بدليدي شي۔ دا حقيقت دے چې کال دوه زره اووه نه تر دوه زره شپاړسم پورې  قبائيلي عوامو صرف بدامني ليدلي او خپل مرګ ئې په خپلو سترګو ليدلي دے۔ د قبائلي علاقو ماشومان د بارود د بوئي او د انساني وينو سره دومره آشنا شوي وو چې د نورۍ نړۍ د انسانانو ترقي د دوي نه بيخي هيره شوي وه خو د چا خبره چې د الله په در کښې دير وي اندهير نه ۔ کال دوه زره اتم کښې  باجوړ نه شورو کړي شوې پوځي آپريشنونه مومندو،خيبر،اورکزو نه تر شمالي وزيرستان پورې وغزيدل او ټولۍ نړۍ تماشا وکړه چې  لس لاکه قبائلي وګړو خپل کورونه جائيدادونه پريښودل او بنو،ډي آئي خان،کوهاټ او پيښور پشمول خواؤ شا علاقو کښې په خيمو کښې ئې اوسيدل شورو کړل۔ په کلونو کلونو په تيارو کښې ژوند کونکي او انساني وينو او بارودو سره بلد شوي  ماشومانو پړقيدونکي قسما قسم ګاډي وليدل،د شپے په تورو تيارو کښې د چاودنو آوازونه اوريدو په ځائې د دې ماشومانو غوږونه د وادونو ډول ډمامو او د ګاډو هارونو سره اشنا شول دوي د ټي وي په  شيشو د نړۍ د رنګينونه نه مزه واخسته،دوي وليدل چې څنګه بجلۍ شپه په ورځ او ګرمي په يخنې کښې بدلولي شي۔

دوي په بيمارۍ کښې د درد نه چغے سورې او ژړا فرياد کولو په ځائې د ډاکټرانو او دوايانو سره آشنا شول۔دوي په سکولونو کښې د استاذ شفقت،د خيرخيګرو تنظيمونو همدردي او د ځان په رنګ د نورو پښتنو ماشومانو ترقي په خپلو سترګو وليدله او دوي د طالب جوړيدو په ځائې  ډاکټر،استاذ او پوځي افسر د جوړيدو جوبونه وليدل۔ هغه ورځ او نن ورځ د زرګونو قبائيلي ماشومانو مستقبل روښانه شو ځکه چې زندګي په اميد قائمه ده چې کوم کسان په ژوند کښې مايوسه شي هغوي بيا ټول عمر در په در وي۔ چې کله د چا نه د هغه د خوبونو په حواله پوښتنه وکړې  نو بعغې مبهم او غير واضح جواب هم  په باقاعده شکل کښې د انسان مخې ته ودريګي او هغه دا خپل منزل وګني او د دې د ترلاسه کولو کوشش شورو کړي هم دا د کاميابۍ آسانه فارموله ده۔

بره بيان کړي شوي حقائقو په تناظر کښې مونږ له په خپلو رويو د نظرثاني کولو ضرورت دے۔ مونږ  د حکومت او پوځ پشمول د هر دوئم تن په کار کښې نقص راويستل خپل فرض ګنو۔علاقه کښې امن قائميدو سره مونږ هغه  دور هير کړو چې په ټول فاټا کښې به صرف د طالبانو راج وو عوام خو پريږده  سرکاري افسرانو به هم  د طالبانو په حفاظت کښې سفر کولو چې کله به  کارخانه دارو،مالدارو او افسرانو نه علاوه  وړو دوکاندارانو او سرکاري اهلکارو د مياشتې په حساب بهته ورکولو باندې مجبوره وو نن دا ټول کسان بغير د څه ويرې چې چرته هم وغواړي تګ راتګ کولي شي بلکه د دوي ماشومان د ملک په اعلي تعليمي ادارو کښې زده کړه کوي او وړوڼه خويندې يې ځائې په ځائې ملازمت کوي او په باعزته توګه د روزګار سره تړلي شويدي۔ د باجوړ نه تر جنوبي وزيرستان پورې د اووه ضلعو تقريبا يويشت تحصيلونو کښې  اتيا فيصده امن قائم شويدے۔ که د شمالي وزيرستان يو تحصيل کښې د شمير يو څو سوه ځوانان جذباتي شوي او د امنيتي اهلکارو د کارکردګۍ نه مطميئن نه دي نو د دې دا مطلب نه شو چې مونږ دې په پيالۍ کښې طوفان اوچت کړو او په نړۍ کښې دې چغې سورې شورو کړو۔ جنګونو کښې وړې او لوئې کوتاهې په ټوله دنيا کښې کيږي د امريکې غوندې سپر پاور قوت په خپلوخلکو يا حليف پوځ باندې ګوله باري يا بمبارۍ له د فرينډلي فائر نوم ورکوي او مخ په وړاندې روان وي خو مونږ د فرينډلي فائر بدل اخستو په تکل کښې يو او وروستو پاتي شو۔

د يو دانشور قول دے چې دا نړۍ  زړه ژوندي لرونکي او مسکا او خنداګاني کونکو له لاس ورکوي هر وخت ژړا فرياد کونکي خو خپل رشته دار او دوستان هم نه خوښوي۔ چې کوم کسان  خپل کړاؤنه او تکليفونه ياد کړي او دښمنانو نه د انتقام  په طريقو غور کوي نود دوي زخمونه هميشه تازه وي۔ د دې تحرير په ذريعه قبائلي ځوانانو ته خواست کوم چې  په تيره کښې پروت ماضي دې هيره کړي او د روښانه صباون په لور دې نظر وکړي او د خپل  محنت او ذهانت په ذريعه دې  کاميابۍ سره مخ په وړاندې تګ وکړي او د خپلو والدينو نوم دې روښانه کړي الله دې مونږ ټول په خپل حفظ و آمان کښې اوساتي.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.