د وزيرستان موجوده حالات او د پښتون سياسي قيادت خاموشي

تير څو هفتو راهسې په ناڅاپي توګه شمالي وزيرستان نه د بدامنۍ او د ځاني زيانونو په حواله خبرونو کښې سيوا والې راغلے دے په امنيتي اهکارو حملي ډيري شويدي او دغه رنګ د مقامي اولس او سيکيورټي فورسز ترمينځه بے باوري هم ورځ تر بله په سيوا کيدو ده۔

د مئي مياشتې شپږويشتمه نيټه باندې خړ کمر سيمه کښې رامخې ته شوے واقعاتو وروستوحالات مسلسل د تاؤ تريخوالي په لور روان دي،د پښتون تحفظ مومنټ د ليډر شپ د ګرفتارو سلسله شورو ده او ذرائع وائي چې دې کښې به نوره هم اضافه کيږي يعني حکومت د پي ټي ايم خلاف نور هم سخت اقدامات پورته کولي شي

په داقسمه حالاتو کښې د رياستي ادارو،سياسي مشرانو او په خاص توګه پښتون سياسي   او مذهبي قيادت خاموشۍ ګڼ شمير سوالونه پيدا کړيدي

دې کښې هيچ شک نشته چې  د نړۍ هيڅ يو فوج دا نه غواړي چې هغوي دې د خپلو ملکي وګړو سره لاس وګريوان شي يا خبره دومره حد ته لاړه شي چې پکښې بيا لاشونه غورځيګي خو په ظاهره توګه وزيرستان کښې حالات د ښه کيدو په ځائي نور خرابيږي په موجوده صورتحال کښې د رياست لويه ذمه واري جوړيږي چې په دې حالاتو دې ژور نظر وساتلي شي او دا خطرناک حد ته د تللو مخ نيوي دي وکړي خو ښکاري داسې چې سياسي قيادت دا ټول صورتحال د سيکيورټي ادارو په قيادت پريخې دے

زما ګڼم چې د عسکري قيادت سخت او مشکل حالاتو کښې  چرې هم قوم مايوسه کړې نه دے اوس هم دا بنيادي ذمه واري جوړيږي چې د ډيرو قيمتي ځاني زيانونو قربانو په نتيجه کښې چې وزيرستان او نورو قبائيلي علاقو کښې کوم امن  قائم شوېدے هغه دې برقرار وساتلي شي۔

د وزيرستان اولس ګيله لري چې حکومت هغه عناصر يو وارې بيا دې علاقو کښې آبادول غواړي کومو کسانولوجې چې د دې علاقے امن تالا ترغه شوي وواو دوي د خپلو کورونو نه بے کوره شوي وو۔ په دې کښې څومره حقيقت دے مونږ له په دې بحث کښې ځان انښلول نه دي پکار خو چې مقامي خلک دا الزام لګوي نو اکثر ئې دا هر څه په خپلو سترګو ليدلي وي يا ئې تجزيه کړي وي کوم چې په مکمله توګه مسترد کولې هم نه شو

زه ګنم چې د سيکيورټي ادارو مشران دې د دوي په خبره غوراو فکر وکړي او د دوي غلط فهمۍ دې ختم کړي۔ د دوي خبرې نه اوريدل،دوي ته غدار يا ملک دښمنه وئيلو سره دا معامله هواريدي نه شي۔ که سيکيورټي ګني چې ځني کسان د تشدد لاره پريودل او نارمل ژوند ته راتلل غواړي نو بايد چې دې لپاره دې يو طريقه کار وټاکلي شي۔

دا عقل مندي نه ده  چې د شمير يو څو خراب کسانو د بحالولو لپاره دې د نورو زرګونو خلقو خفګان او دښمني په سر واخستي شي،که د دغه عناصرو بحالۍ ډيره ضروري وي نو ښه به دا وي چې دوي دې چرته بله سيمه باندې آباد کړي شي۔

بله غټه ذمه واري د پښتون سياسي مشرانو په اوګوده خو د بدقسمتۍ نه پښتانه سياسي مشران لکه اسفنديارولي خان او محمود خان اچکزئۍ په دې معامله خاموشه دي کومه چې د سمجهه نه بالا ده

ما وکتل چې صرف روايتي بيان بازۍ يا مذمتونو نه علاوه محمود خان يا اسفنديارهيڅ داسي عملي ګام نه دې پورته کړے د کوم لوجې چې دا سيمه دوباره د جنګ د اوور نه لرې وساتلي شي۔ د وزيرستان په خړ کمر پيښه کښي قريبا ديارلس کسان مړه شوي وو ولې مجال شته که اسفنديار يا اچکزئې صيب د روايتي بيان نه بغير بل څه کړي وي۔

تيره ورځ محمود خان اچکزئې کوئټه کښې جلسه کړي وه او پکښې ئې هغه تقرير بيا دهراؤ کړې کوم چې هغه سياسي ميدان کښې قدم کيښودو په وخت کړي وو،هغه پخواني روايتي بيانونه لکه د پښتنو خاوره، روان جنګ،نړي وال سازشونه،غلامي،محکوم قوم  ولې دې نه بغير د هغه تقرير کښې نوي هيڅ هم نه وو

نن صبا چې کوم حالات دي نو پکار وه چې اچکزئې وزيرستان ته تلے وے خو په داسې نازک وخت کښې هم  هغه يا خو د  مولانا فضل الرحمان په رنګ چرته غائب شي يا د ملک نه بهر لاړ شي

دغه رنګ اسفنديارولي خان هم د ولي باغ نه بهر نه راوځي او ځان ئې صرف مذمتي بيانونو پورې محدود کړېدے

ايمل ولي څوک چې يو ځوان سياسي ورکر دے او اوس اوس د اے اين پي د صوبائي صدارت منصب ئې هم سنبهال کړېدے هغه ترڅه حده پورې دې معامله کښې دلچسپي اخستے ده

دغه شان مولانا فضل الرحمان چاته چې ټول عمر د وزيرستان اولس عزت او درناوے ورکړېدے او اولس ئې يو پښتون مشر او مذهبي ليډر ګني۔مولانا صيب خو د خپل ملين مارچ لپاره د وزيرستان انتظاب کړي وو او مقامي خلکود هغه دغه مارچ کامياب کړي هم وو خو چې اوس هلته حالات کړکيچن دي نو مولانا صيب د عمرے په بهانه بهرملک ته لاړ شي

د سراج الحق کردار او رويه هم  تر ډير حده مولانا فضل الرحمان په شان ده

افتاب احمد خان شيرپاؤ هم  په دې معامله کښې څه کردار ادا کولو په ځائې صرف مذمتي بيانونه ورکوي#

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.