پاکستان د شاهين ټو ميزائل کاميابه تجربه کړې ده

وېب ډېسک: پاکستان د شاهين ټو ميزائل کاميابه تجربه کړې ده کوم چې په زمکه باندې د خپل هدف په نخښو کولو صلاحيت لري۔
د پاک فوج ترجمان مېجر جنرل آصف غفور د سماجي وېب سائيټ ټوئټر د لارې خپل يو پېغام کښې د شاهين ټو ميزائل د کاميابې تجربې اعلان کړے دے۔
د فوج ترجمان وئيلي دي چې شاهين ټو د اېټمي وسلې اوړلو او پينځلس سوه کلوميټره پورې د هدف په نخښه کولو جوګه دے۔
د آصف غفور وېنا وه چې تجربې نه پس خطه کښې د پاکستان د کم از کم مزاحمت صلاحيت کښې اضافه شوې ده۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.