فرشته مهمند کېس کښې ګرفتار پوليس اهلکار عبوري ضمانت باندې رها

وېب ډېسک: د فرشته مهمند قتل کېس مقدمه درج کولو کښې لم لېټ باندې ګرفتار کړے شوے اېس اېچ او غلام عباس او تفتيشي افسر ناصر په عبوري ضمانت باندې رها کړے شوي دي ولې عدالت له خوا پوليس د يو دېرشم مئې پورې د دوي د ګرفتارولو نه منع کړے شوي دي۔
د تفصيلاتو ترمخه ايډيشنل سېشن جج زېبا چوهدري د ګرفتار پوليس اهلکارو د ضمانت درخواست باندې سماعت وکړو او د پنځوست پنځوست زرو روپو په بدل ئې د دوي عبوري ضمانت منظورولو سره پوليس ته حکم وکړو چې غلام عباس او ناصر دې د يو دېرشم مئي پورې ګرفتار نکړے شي۔
ولې بل اړخ ته جوډيشل کمېشن د کېس تحقيقات شروع کړي دي او د پوليس افسرانو نه علاوه ئې د فرشته د پلار او د نورو خپل خپلوانو بيانونه رېکارډ کړي دي۔ د تفتيش په دوئم پړاؤ کښې به د پولي ټيکنيک هسپتال د ډاکټرانو رېکارډ کولے شي۔
د فرشته پوسټ مارټم کښې ناراستي کولو باندې د پولي ټيکنيک هسپتال مېډيکوليګل افسر هم د خپلې څوکۍ نه لرې کړے شوے دے۔
فرشته کېس نه پس احتجاجونو په لړ کښې يو بل موړ هم راغلے دے چې پکښې د پشتون تحفظ موومنټ (پي ټيم اېم) ښځينه رهنما ګلالئي اسماعيل خلاف د خلکو راپارولو او بغاوت ته تيارولو په تور مقدمه درج کړے شوې ده۔
مقدمه کښې ليکلي شوي دي چې د فرشته لپاره د اسلام آباد سيمه ترامړي چوک کښې احتجاج په موقع ګلالئي اسماعيل خطاب کړے دے او د ژبې په بنياد ئې د ملک خلاف بغاوت د پاره د خلکو راپارولو کوشش کړے دے۔
په ګلالئي اسماعيل دا الزام هم لګېدلے دے چې هغې په خپل خطاب کښې د ملک او فوج خلاف د نفرت ډکې خبرې کړې دي او د شر خورولو کوشش ئې کړے دے۔
د ګلالئي اسماعيل خلاف مقدمه کښې د ترهګرۍ دفعې هم لګولے شوي دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.