فرشته کېس کښې د وزير اعظم براه راست اېکشن او ګرفتاريانو باوجود لم لېټ

وېب ډېسک: اسلام آباد د جنسي زيادتۍ نه پس وژلې شوې ماشومې فرشته کېس کښې د شک په بنياد ګرفتارۍ شوي دي خو تر اوسه پورې د اصل ملزم شناخت په هکله څۀ خاص پرمختګ نۀ دے شوے۔
د پوليس ذريعو مطابق د مخکښې نه ګرفتار شوي مشکوک کسانو د لس کلنې فرشته يو رشته دار په ګوته کړے دے چې دغه تن په کېس کښې ککړ دے، پوليس له خوا د دغه تن په هکله نور تفصيلات نۀ دي ورکړے شوي۔
د فرشته تعلق د خېبر پختونخوا قبائلي ضلعې مهمند سره وو او د خپل کور سره د اسلام آباد سيمه شهزاد ټاون کښې مېشته وه، د فرشته لاش دوه ورځې مخکښې موندلے شوے وو۔
لس کلنه فرشته په پينځلسمه مئي بې درکه شوې وه او هم په دغه ورځ ئې پلار پوليس سټېشن کښې رپورټ درج کولو لپاره تلے وو خو پوليس په دې خبره اېف آئي آر درج نکړو چې فرشته په به په خپله خوښه د چا سره تختېدلې وي۔ د فرشته د بې درکۍ رپورټ څلور ورځې پس درج کړے شو۔
بل اړخ ته د دغه لس کلنې ماشومې د بې درکۍ رپورټ درج کولو کښې لم لېټ باندې د شهزاد ټاون اېس اېچ او سره د تفتيشي افسر ګرفتار کړے شوي دي او د دوي خلاف مقدمه هم درج کړے شوې ده۔
وزير اعظم عمران خان هم فرشته کېس باندې اېکشن اخستے دے او ډي اېس پي عابد ئې معطل کړے دے او د آئي جي اسلام آباد عامرذوالفقار او ډي آئي جي آپرېشنز وقار الدين سيد نه ئې وضاحت غوښتے دے۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.