د بلوچستان ضلع مستونګ کښې آپرېشن دوران نهه ترهګر وژلے شوي

وېب ډېسک: د بلوچستان ضلع مستونګ علاقه قابو کوه مهران کښې د ترهګرۍ مخ نيوي ادارې سي ټي ډي او نورو سېکيورټي فورسز د يو آپرېشن دوران نهه ترهګر وژلي، آپرېشن کښې څلور سېکيورټي اهلکار ژوبل شوي هم دي۔
د تفصيلاتو مطابق سي ټي ډي ته قابو کوه مهران کښې د ترهګرو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې وه کومې نه پس سي ټي ډي د نورو سېکيورټي فورسز سره په شريکه آپرېشن وکړو۔
د آپرېشن دوران د ترهګرو د سنګر نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي ولې آپرېشن کاميابۍ سره سر ته رسولے شوے دے۔
آپرېشن کښې څلور سېکيورټي اهلکار زخمي شوي هم دي کوم چې علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوي دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.