افغانستان د داعش په بلېک لسټ د اچولو د ګام ستائنه کړې

وېب ډېسک: د افغانستان د بهرنو چارو وزارت د متحده قامونو سېکيورټي کونسل له خوا د داعش خراسان څانګه په بلېک لسټ کښې د اچولو هرکلے کړے دے او تمه ئې ښکاره کړې ده چې دا بندېزونو لګولو دا عمل به د ترهګرو د آزاد لاس پرې کولو پورې جاري وي۔
د بهرنو چارو وزارت ترجمان صبغت الله احمدي خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې د افغان بهادرو سېکيورټي فورسز خلاف کوم ګروپونه هم جنګيږي يا د افغانستان استحکام په ضد کارروايانې کوي هغه ټول ترهګر دي۔
بل خوا د کورنو چارو وزارت هم د دې ګام ستائنه کړې ده او دعوه ئې کړې ده چې افغانستان کښې د داعش ټول سنګرونه او پټ مرکزونه ختم کړے شوي دي۔
د کورنو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وئيلي دي چې افغانستان کښې د داعش بنياد ختم کړے شوے دے، په کنړ کښې د داعش څۀ لګ ډېر ترهګر موجود دي او ډېر زر به د دوي خاتمه هم وکړے شي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.