د روپۍ قدر کښې نور کمے، د ډالر قيمت اوپن مارکيټ کښې 144 روپۍ

وېب ډېسک: د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کښې د يو اعلي کچ غونډې نه پس اوپن مارکيټ کښې د ډالر قيمت دوه روپۍ غورځېدو نه پس يو سل څلور څلوېښت ته راکوز شوے دے۔
نن اوپن مارکيټ کښې د ډالر قيمت يو سل شپږ څلوېښت روپو ته رسېدلے وو او افواه ګانې خورې دي چې آئي اېم اېف سره شوې معاهدې په رنړا کښې به د ډالر قيمت نور هم سېوا کيږي۔
په دې لړ کښې د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کښې يوه غونډه وشوه چې پکښې ډي جي اېف آئي اے، ډي جي آئي بي، د اېف بي آر چېئرمېن، ګورنر سټېټ بېنک او نورو متعلقه چارواکو ګډون وکړو۔
په دغه غونډه کښې د ډالر د اخستو قيمت يو سل درې څلوېښت روپۍ او پنځوست پېسې ولې د خرڅولو قيمت يو سل څلور څلوېښت روپۍ ټاکلے شوے دے۔
په دې مهال دا هم فېصله وشوه چې کومو اېکسچېنج کمپنيانو د ټاکلے شوې قيمت خيال ونۀ ساتو د هغوي خلاف به سخت اېکشن اخستے شي۔
د يادونې وړ ده چې د ډالر قيمت دوه روپۍ کمېدو نه پس هم د ملک په تاريخ کښې تر ټولو اوچت قيمت يو سل څلور څلوېښت روپۍ ته راکوز شوے دے۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.