ډاکټر ضيا الدين تشدد کېس: صوبه کښې د ډاکټرانو او پي ډي نه بائيکاټ

وېب ډېسک: خېبر ټيچنګ هسپتال (شېرپاؤ هسپتال) کښې په اېسوسي اېټ پروفېسر ډاکټر ضيا الدين باندې د صوبائي وزير صحت هشام انعام الله خان له خوا تشدد نه پس د ټولې صوبې هسپتالونو کښې ډاکټرانو د او پي ډي نه بائيکاټ کړے دے۔
د خېبر پختونخوا ډاکټرز کونسل مطابق د ډاکټرانو ابتدائي مطالبه دا ده چې د صونائي وزير صحت هشام انعام الله خان خلاف دې اېف آئي ار درج کړے شي ولې چې هغۀ هسپتال کښې په ډاکټر ضا الدين باندې تشدد کړے دے۔
بل خوا د صحت وزير هشام انعام الله خان دعوه کړې ده چې د وزير اعظم عمران خان د ترۀ ځوئي نوشېروان برکي باندې ډاکټر ضيا الدين د انډو ګوزارونه کړي وو او چې کله زۀ هسپتال ته راغلم نو په ما هم حمله وشوه ولې زۀ خپلو سېکيورټي ګارډز بچ کړم۔
وزير صحت ووئيل چې بعضې ډاکټران صوبه کښې د اصلاحاتو په لار کښې خنډان ودرول غواړي۔ وروسته بيا د هشام انعام الله خان په درخواست باندې د ډاکتر ضيا الدين خلاف رپورټ هم درج کړے شو۔
د رپورټ درج کولو نه پس پوليسو وئيلي دي چې يو احتجاج کوونکے داکټر هم نۀ دے ګرفتار کړے شوے او دا چې صوبائي وزير صحت خلاف رپورټ درج کولو لپاره درخواست هم راغلے دے۔
بل اړخ ته وزير اعلي محمود خان د پېښې نوټس اخستے دے او د دې معاملې تفتيش کولو احکامات ئې جاري کړي دي۔
ياده دې وي چې تېره ورځ سوشل ميډيا باندې يوه ويډيو خوره شوې وه چې پکښې ډاکټر ضيا الدين هسپتال کښې په سټړېچر باندې پروت وي او نور ډاکټران هغۀ له ابتدائي طبي امداد ورکوي۔ ورسره دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې صوبائي وزير صحت هشام انعام الله خان او د هغۀ سېکيورټي ګارډز په ډاکټر ضيا الدين باندې تشدد کړے دے۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.