رقم وائټ کولو لپاره وفاقي کابينې د اېمنسټي سکيم منظوري ورکړه

وېب ډيسک: د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شوے دے چې پکښې د اثاثو ښکاره کولو د پاره د اېمنسټي سکيم منظوري ورکړې ده، د سکيم نه فائده اچتولو لپاره د دېرشم جون آخري نېټه ورکړے شوې ده۔
په دې هکله مشير خزانه حفيظ شېخ وئيلي دي چې د سکيم مطلب پېسې راټولول نۀ دي بلکې دغه رقم د ملک په معيشت کښې پکار راوستل دي۔
هغۀ ووئيل، “چې څوک د ملک نه بهر منتقل کړے شوې رقم وائټ کول غواړي نو د پاکستان په هر يو بېنک کښې به د دغه رقم څلور فيصده جمع کولے شي۔ کۀ څوک خپل رقم وائټ کولو نه پس هم پاکستان ته راوړل نۀ غواړي نو هغوي به د خپل ټول رقم شپږ فيصده جمع کوي۔”
مشير خزانه زياته کړه چې د سکيم لاندې د اثاثو ښکاره کولو مهلت دېرشم جون دے او دا نېټه به يو صورت کښې هم نۀ شي غزولے۔
هغۀ په ډاګه کړه چې د کال دوه زره نه وروسته چې کومو کسانو ته سرکاري نوکري ملاؤ شوې ده هغوي د دې سکيم نه فائده نۀ شي ترلاسه کولے۔
د آئي اېم اېف سره معاهدې په هکله د يو سوال په جواب کښې د حفيظ شېخ وېنا وه چې څۀ خلک وائي چې معاهدې سره به بجلي او ګېس نور هم ګران شي خو د دې حل د پاره څۀ فېصلې شوي دي۔
هغۀ ووئيل چې د بجلۍ درې سوه نه کمې يونټې استعمالوونکو باندې به هيڅ فرق نۀ غورځيږي ولې چې دې مقصد د پاره بجټ کښې دوه سوه شپاړس اربه روپۍ ايښودے شوي دي او دغه رنګ د ګېس استعمالوونکو د پاره هم څۀ فېصلې شوي دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.