خېبر پختونخوا اسمبلۍ لپاره قبائلي ضلعو کښې د سيټونو شمېره 24 شوه

وېب ډېسک: قامي اسمبلۍ کښې شپږ ويشتم آئيني ترميمي بل پاس کېدو نه پس قبائلي ضلعو کښې د د خېبر پختونخوا اسمبلۍ سيټونو شمېر د شپاړس نه څليريشت ته ورسېدو۔
تفصيلاتو ترمخه د ترميم دغه بل آزاد اميدوار محسن داوړ له ټېبل کړے وو او د دې په حمايت کښې د قامي اسمبلۍ 288 غړو ووټونه واچول ولې يو اېم اېن اے هم مخالفت ونکړو۔
د پاکستان پارلېمنټ په تاريخ کښې دا ړومبے ځل دے چې يو آزاد اميدوار له خوا جمع کړے شوي بل باندې د حکومت او اپوزيش غړي دواړه رضامند وو۔
د اسمبلۍ سېشن کښې وزير اعظم عمران خان وېنا هم وکړه او ووئيل ئې چې ټول قام د قبائلي ضلعو د خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او دا چې هره صوبه به لس کالو د پاره د اېن اېف سي اېوارډ نه قبائلي ضلعو د پاره درې فيصده حصه ورکوي۔
وزير اعظم زياته کړه چې قبائلي ضلعو کښې ترهګرۍ له وجې کومه تباهي شوې ده د هغې معاوضه د ترقياتي فنډونو څخه نۀ پوره کيږي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.