بلوچستان کښې جماعت مخې ته دهماکه، څلور پوليس اهلکار شهيد

وېب ډېسک: د بلوچستان کوئټه سيمه کښې يو جماعت سره نزدې د سېکيورټي فورسز په ګاډي باندې دهماکې له وجې کم نه کم څلور پوليس اهلکار شهيد او د عام وګړو پشمول نور دولس کسان زخميان شوي دي۔
د تفصيلاتو ترمخه د سېټېلائيټ ټاؤن بلاک ټو سيمې مني مارکيټ سره نزدې مسجد الهدا مخې ته دهماکه هغه وخت وشوه کله چې د پوليس اهلکارو ډک ګاډے تراويح ادا کوونکو حفاظت د پاره د جماعت ته راورسېدو۔
د چاؤدنې نه پس پوليس، د قانون نافذ کوونکو ادارو او رېسکيو اهلکار د پېښې ځائے ته ورسېدل او شهيد او زخمي شوي کسان ئي هسپتال ته منقتل کولو نه پس علاقه په خپله ولقه کښې واخسته۔
بلخوا بم ډسپوزل سکواډ هم د چاؤدنې ځائے ته رسېدلے او د چاؤدنې په هکله ئې شواهد تر لاسه کړي دي ولې تر دې دمه د دهماکې نوعيت معلوم شوے ندے۔
چاؤدنه کښې د شهيد شوي پوليس اهلکارو شناخت د محمد اسحاق، غلام نبي، مشتاق شاه او د ذوالفقار په نوم شوے دے ولې زخمي شوي کسانو کښې رحيم بخش، سعيد عرفان، عقيل، وارث احمد، محمد قاسم، حاجي عبد الجبار، صابر حسېن، امجد سيال، قادر شاه، جميل، محمد انور او نبيل شامل دي۔
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې درې ترهګرو په ګوادر کښې يو فائيو سټار هوټل باندې حمله کړې وه چې پکښې د هوټل د عملې څلور کسانو پشمول د پاکستاني نېوي يو اهلکار هم شهيد شوے وو، سېکيورټي فورسز له خوا جوابي کارروائۍ کښې ټول ترهګر وژلے شوي وو۔
بلوچستان د څۀ مودې راهسې د ترهګرۍ پېښو ښکار دے چې پکښې زيات تره بلوچ شدت پسند او علېحدګي پسند تنظيمونه ککړ وي او په زيات تره موقعو دا وئيلي کيږي چې دې تنظيمونو ته صوبه کښې انتشار خورولو د پاره د بهارت ملاتړ حاصل دے۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.