قبائلي اضلاع کښې د پي کے 100 نه 115 پورې د ووټرانو شمېر جاري

وېب ډېسک: الېکشن کمېشن آف پاکستان د خېبر پختونخوا اسمبلۍ د پاره د قبائلي اضلاع د 100 نه 115 حلقو پورې ووټونو په غرض نوي انتخابي فهرستونو کښې د ووټرانو شمېر جاري کړے دے۔
د کمېشن مطابق د حقله 100 نه 115 پورې د درج شوي ووټرانو تعداد 2801834 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 1671305 ولې د زنانه ووټرانو شمېر 1130529 دے۔
د خېبر پختونخوا اسمبلۍ حلقه پي کے 100 باجوړ 1 کښې ټولو ووټرانو تعداد 156237 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 94937 او د زنانه ووټرانو تعداد 61300 دے، دغه رنګ حلقه پي کے 101 باجوړ 2 کښې د ټولو ووټرانو تعداد 161047 دے چې پکښې 94349 ووټران نارينه او 66698 ووټران زنانه دي ولې حلقه پي کے باجوړ 3 کښې د ټولو ووټرانو شمېر 216719 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 125358 دے ولې د زنانه ووټرانو تعداد 91361 دے۔
بل اړخ ته حلقه پي کے 103 مهمند 1 کښې د ووټرانو تعداد 110477 دے چې پکښې 68469 نارينه ووټران او 42008 زنانه ووټران دي، په دې ډول حلقه پي کے 104 مهمند 2 کښې د ټولو ووټرانو شمېر 170022 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 106749 او د زنانه ووټرانو تعداد 63273 دے۔
ضلع خېبر کښې د خېبر پختونخوا اسمبلۍ حلقه پي کے 105 خېبر 1 کښې د ووټرانو شمېر 167484 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 94514 او د زنانه ووټرانو تعداد 72970 دے، پي کے 106 خېبر 2 کښې د ټولو ووټرانو تعداد 148470 دے چې پکښې 82818 نارينه ووټران او 65652 زنانه ووټران دي، هم دا رنګ حلقه پي کے 107 خېبر 3 کښې د ټولو ووټرانو شمېر 216133 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 123683 ولې د زنانه ووټرانو تعداد 92450 دے۔
حلقه پي کے 108 کرم 1 کښې د ټولو ووټرانو تعداد 172897 دے چې پکښې 99534 نارينه ووټران او 73363 زنانه ووټران دي، هم دا رنګ حلقه پي کے 109 کرم 2 کښې د ټولو ووټرانو شمېر 187844 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 105284 ولې د زنانه ووټرانو تعداد 82560 دے۔
د صوبائي اسمبلۍ حلقه پي کے 110 اورکزئي کښې د ټولو ووټرانو تعداد 196436 دے چې پکښې 110741 نارينه ووټران او 85695 زنانه ووټران دي۔
حلقه پي کے 111 شمالي وزيرستان 1 کښې د ټولو ووټرانو تعداد 141053 دے چې پکښې 92845 نارينه ووټران او 48208 زنانه ووټران دي، هم دا رنګ حلقه پي کے 112 شمالي وزيرستان 2 کښې د ټولو ووټرانو شمېر 179124 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 117811 ولې د زنانه ووټرانو تعداد 61313 دے۔
حلقه پي کے 113 جنوبي وزيرستان 1 کښې د ټولو ووټرانو تعداد 218835 دے چې پکښې 122197 نارينه ووټران او 96638 زنانه ووټران دي، هم دا رنګ حلقه پي کے 114 جنوبي وزيرستان 2 کښې د ټولو ووټرانو شمېر 167994 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 115572 ولې د زنانه ووټرانو تعداد 52422 دے۔
دې نه علاوه پي کے 115 سابقه اېف آر کښې د ټولو ووټرانو شمېر 191062 دے چې پکښې د نارينه ووټرانو تعداد 11644 دے ولې 74618 پکښې زنانه ووټران دي۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.