کابل کښې اېن جي او باندې حمله، لس کسان مړۀ او څليريشت ژوبل

وېب ډېسک: د افغانستان سرښار کابل کښې د يوې بېن الاقوامي اېن جي او دفتر باندې د طالبانو حمله کښې د پينځۀ حمله کوونکو پشمول لس کسان مړۀ او څليريشت نور ژوبل شوي دي۔
د افغان ميډيا ترمخه نن سحر څۀ د پاسه يوولس بجې شهر نو سيمه کښې د امريکې نه فنډز ترلاسه کوونکي اېن جي او دفتر مخې ته په يو ګاډي کښې زوروره دهماکه وشوه او بيا د اېن جي او د عمارت دننه ډزې شروع شوې۔
د ميډيا رپورټونو مطابق يو خودکش بمبار د بارودو ډک ګاډے د اېن جي او دفتر مخې ته چاؤدنې سره والوزوو چې ورسره د هغۀ ملګري عمارت ته دننه شو او حمله ئې شروع کړه۔
بل خوا د کورنو چارو وزارت له خوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې د حملې په وخت سېکيورټي فورسز يو نيم سل کسان محفوظ ځايونو ته منتقل کړل ولې د بارودو دوئم ډک ګاډے ئې قبضه کښې واخستو او په خالي ځائے کښې ئې والوزوو۔
بيان کښې دا هم وئيلي شوي دي چې سېکيورټي فورسز د دغه عمارت او خواؤ شا علاقو کنټرول په خپل لاس کښې واخستو او جوابي کارروائۍ کښې ئې پينځۀ حمله کوونکي مړۀ کړل۔
د ميډيا رپورټونو ترمخه مړۀ شوي کسانو کښې د حمله کوونکو نه علاوه څلور عام وګړي او يوې زنانه پشمول يو پوليس اهلکار هم شامل دے چا چې د حملې په وخت د خلکو د بچ کولو کوشش کوو۔
بل اړخ ته د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد يو بيان کښې د حملې پړه په خپل سر اخستې ده او وئيلي ئې دي چې دغه اېن جي او د ترهګرۍ مختلفو سرګرميو کښې ملوثه وه۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.