له توغندیزو بریدونو وروسته پر غزه د اسراییل بریدونه

اسراییل پوځ وايي، وسله والو له غزې تړانګې اسراییلو ته له ۲۰۰ ډېر توغندي ويشتلي او ځواب کې پر فلسطیني خاوره د ټانکونو او جنګي الوتکو له لوري ګوزارونه شوی دي.

د توغندیو بریدونو کې درې اسراییلیان ټپیان شوي او د اسراییلو بریدونو کې د یوې مور، یوه ماشوم په ګډون درې فلسطینیان وژل شوي دي.

د جمعې پر ورځ یوه برید کې د دوو اسراییلي پوځیانو له ټپي کېدو وروسته د حماس دوو وسله والو په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي وو.

د مصر او ملګرو ملتونو له لوري د اوږدمهاله اوربند ټینګولو له هڅو سره هم تازه تریخوالی ډېر شوی دی.

د اسراییلي چارواکو په وینا د توغندیو مخنیوي سسټم لسګونه توغندي پر هدف له لګېدو مخکې خنثا کړي دي، خو یو شمېر توغندي له غزې سره د اسراییلو پولې سیمې کې پر یو شمېر کورونو لګېدلي او اوسېدونکو یې په خوندي ځایونو کې پناه اخیستې.

د توغندیو لګېدو له کبله اشکیلون او کیریات سیمو کې د پاخه عمر یوه ښځه او دوه سړي ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، په ځواب کې اسراییلو په غزه کې د حماس نژدې ۳۰ هدفونه په نښه کړي چې د غزې کنترول سمبالوي.

فلسطیني چارواکي وايي، یو ۲۲ کلن سړی وژل شوی چې د رویټرز خبري اژانس رپوټ له مخې د حماس یوې کوچنۍ پلوۍ ډلې خپل ملګری بللی.

فلسطیني چارواکي وايي، په هوايي بمباري کې د غزې ختیځ کې یوه ښځه او ۱۴ کلنه لور یې وژل شوې دي. د غزې یو شمېر اوسېدونکي دغو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

اسلامي جهاد نومي ډلې ویلي، د جمعې ورځې تاوتریخوالي په ځواب کې د توغندیو بریدونه دوی کړي دي.

د دغې ډلې په یوه اعلامیه کې پر اسراییل تور پورې شوی چې د مصر په منځګړیتوب تېره میاشت رامنځته شوی اوربند ته درناوی نه کوي.

تاوتریخوالی د جمعې پر ورځ غزه کې له هغه احتجاجه وروسته پیل شو، چې د اسراییلو له لوري د دغې سیمې محاصرې خلاف شوی و.

اسراییلي چارواکي وايي، غزې ته د وسلو مخنیوي لپاره دغې چارې ته اړتیا ده. یوه فلسطیني وسله وال پر پوله یوه اسراییلی پوځي وواژه او بل یې ټپي کړ، چې اسراییل چارواکو یې تور پر اسلامي جهاد ډلې پورې کړ.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.