مومندو کې د ښځې په ډزو د پاکستاني پوځي وژنې رپوټ ثبت شو

د خیبر پښتونخوا په مومند ضلع کې یوه کور ته د ملېشه سرتېرو بې اجازې ننوتو او د کور مېرمنې له لوري د یوه سرتېري وژلو پېښې رپوټ پولیسو ثبت کړی دی.

ویل کېږي د مومندو معبد ګړ سیمې دغه پېښه کې د کور مېرمنې پر هغو دوو سرتېرو ډزې کړې چې بې اجازې یې کور ته د ور ننوتو هڅه کوله او پایله کې یې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.

بل لور ته د مومند قومي مشران له حکومته غواړي چې د پېښې تحقیق لپاره عدلي کمېسیون وګوماري. له دې مخکې د چار شنبې پر ورځ د پېښې خلاف د سیمې زرګونو اوسېدونکو احتجاج کړی و او تر څو ساعتونو پورې یې لویه لار تړلې وه.

احتجاج کوونکي ادعا کوي چې سرتېرو د دغې مېرمنې موبایل ټیلیفون هم له ځان سره وړی چې باید بېرته یې وسپاري. دوی غواړي دغه مېرمن په څېړنه کې شامله نه شي. د سیمې یوه قومي مشر فردوس بي بي سي ته وویل:

“موږ غواړو دغه موضوع په همدې ځای کې ختمه شي او که بیا رپوټ ثبتول اړین بلل کېږي بیا به زموږ غوښتنه دا وي چې عدالتي کمېسیون د اعلی وزیر لخوا وګومارل شي، ځکه بیا موږ د پوځ پر کمېسیون، یا تحقیق یا پوښتنو ګروېږنو هیڅ باور نه لرو او موږ ته د منلو نه دي “.

بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له اجازې پرته یوه کور ته د امنیتي سرتېرو ننوتو پېښه په یوه ویډیويي پیغام کې غندلې ده.

ښاغلي پښتین په خپل پیغام کې مومندو ته له خپل لوري د هر راز مرستې ډاډ ورکړی او په وینا یې په هر ډول هغه احتجاج کې به ورسره شریک شي، چې مومند قام یې غواړي.

دا د پاکستان په قبایلي سیمو کې بې اجازې کورونو ته د ننوتو لومړنۍ پېښه نه ده. له دې مخکې د شمالي وزیرستان په خیسور سیمه کې هم ورته پېښه شوې وه، چې سخت غبرګونونه یې پارولي وو.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.