د پختو ادب جالہ وان: اقبال حسین افکار

 

ليک ګل محمد بيتاب

كۀ پېښور، چارسده، سوات، دير، بونير، بنوں، ټل کوهاټ وغېره هر چرته مو په بازار کښې د برابر وجود مضبوط سړے اوليدو چې په يو لاس کښې ئې موبائېل او ترخ کښې ئې د کتابونو لوئې بېګ وو او ګډوډ روان وو خلقو سره ئې ډغرې وهلې د چا په ډغره د دۀ څۀ پرواه نۀ راتله خو د دۀ په ډغرو خلق ګډ وډ کېدل نو پوهه شئ چې دا به بل څوک نۀ اقبال حسېن افکار وي که وخت د مازيګر نه وړاندې وو نو مشاعرې يا ادبي سيمنار له به روان وي او که د ماښام نه پس روان وو نو مردان يا اسلام اباد ته به واپسي کوي دے به په فکرونو کښې ډوب وي او ګوتې به ئې په موبائيل کښې وي دې مار ليکل کوي د ګوتو  پرېکټس ئې دومره زيات دے چې تا سره به خبرې کوي او ورسره به ئې ګوتې باقاعده چليږي په دې ورکوټي موبائېل دے لوئې لوئې مضمونونه ډېر په اسانۍ سره ليکلے شي ګوتې ئې هېڅ حال کښې نۀ اودرېږي د هر چا په پوسټ کمنټس کول ضروري ګڼي او که چا د اخوا نه داسې جواب ورکړو چې په طعيت ئې برابر نۀ وو نو بس بيا خو ورته په يوه مخه شي په خُلۀ کنځل کوي او هغه له جواب ورکوي خو دا ښۀ ده چې کنځل چا ته نۀ ليکي البته چې طبعيت ئې چا نه خټه شي نو داسې جواب ورته وليکي چې د کنځلو نه بد تر وي۔

افکار په اصل د سلارزو ترکاڼے دے چې دا قبيله د باجوړ سره تعلق لري خو مشران ئې مردان ته راغلي وو دلته مېشتۀ شوي دي دے په مردان کښې پېدا شوے او لوئې شوے دے د لسم پاس کولو نه وروسته اسلام آباد کښې د بجلۍ په محکمه کښې بهرتي شوے چې تر اوسه هم دغلته کار کوي د شعرو شاعرۍ شوق ئې د سکول د زمانې نه وو او د استاذانو په ډاډګيرنه ئې سفر مخ په وړاندې جاري ساتلے دے دې په داسې وخت کښې د مردان نه اسلام آباد ته تلے وو چې د شعر شونډه ئې ايله قدرې شنه شوې وه ځکه نو هلته ئې د يو شاعر نه زيات د خدمتګار کار ترسره کړے دے او هم دغه خدمتګارۍ لوئې مقام ته رسولے دے۔

دې کښې شک نشته چې د مشرانو نېکانو او عالمانو بصيرت ډېر تېز او رسا وي او دوي چې چا ته په ژور نظر وګوري نو ماضي، حال او مستقل ئې ورته ښکاره شي ځکه نو د دوي اکثرې پېشګويانې هم صحيح ثابتېږي د طورو نامتو عالمِ دين، مشهور خدائي خدمتګاره شاعر او د دوه لويو ادبي څټو اسراردَ طورو او م، ر، شفق پلار مولانا عنايت الله صېب ورته جاله وان وئېلي دي جاله وان هغه چا ته وائي څوک چې په جاله کښي خلق د سيند نه پورې باسي خو په عامه اصطلاح کښې دا هغه چا ته هم وئېلے شي څوک چې د خلقو بارونه اوړي او د يو بل خدمتونه کوي هم دې اصطلاحي معنیٰ دا ټکے ژوندے ساتلے دے چې فلانے جاله وان سړے دے ګني نو اوس په اکثرو سيندونو پلونه وغېره جوړ شوي دي اقبال حُسېن افکار ته په دې معنیٰ هم جاله وان وئېلے شو چې هفته کښې ضرور د اټک او نوښار په سيندونو اوړي رااوړي۔

د مولانا صېب نه علاوه نورو مشرانو کشرانو هم دۀ ته مختلف خطابونه ورکړي دي لکه چا ورته ادبي جرنېل، چا ورته قومندان، چا خدمتګار او چا ورته اکسيجن وغېره وئېلے دے ادبي ملګرو يو مجلس کښې د دۀ پحقله خبرې کولې دوه دريو تنو ووې چې دے د شاعرانو امير مقام دے بل ووې دے په اصل کښې خدمتګار دے خو دريم ووې اصلي خبره دا ده چې دے خادم النساء دے د دې هر يو ملګري سره د دعوې په ثبوت کښې دليلونه وو لکه چا چې ورته د شاعرانو امير مقام وئېلو نو هغه وې کور کلے خو پرېږده چې نورو ځايونو کښې ئې هم بغېر د عهدې او مقام نه لکه د امير مقام سټېج قبضه کړے وي او د پردي کور مشري کوي بل ووې دا بس زما د خبرې تصديق دے ولې چې مشري خو څوک چا له هسې نه ورکوي يعني د هرې ادبي دستورې په شا هغه که هر ځائے وي د دۀ خدمتونه وي دريم ووې منم چې خدمت د هر چا کوي خو د ښځو خدمت ئې د خوښې مشغولا ده د نو اموزو نه واخله تر زړو زړو ټولې ليکوالې پېژني او ورسره د تعلقاتو جوړولو کوششونه کوي خو ورسره طبيعتاً لنډ پارے دے نو که يوې سره تعلقات جوړوي نو بلې سره ئې ورانوي هر سحر چې راپاڅي نو د يوې نوې يا زړې ليکوالې د خدمت په جذبه راپاڅي خو معلومه نۀ ده چې تر ماښامه به ئې دغه تعلقات بحال وي او که نۀ۔

افکار جذباتي دے چې د چا په تعريف سر شي نو اسمان ته ئې رسوي او چې د چا خلاف شي نو سم په زمکه ئې منډي بلکې که وس ئې اوشو نو اوومې زمکې ته ئې رسوي غُصه زر ورځي خو ورسره پخلا کېږي هم زر بلکې پخپله پخلا شوے وي او بيا معافي هم غواړي۔

د ټولو نه زيات احترام د نوموړي ليکوال او شاعر م، ر، شفق کوي او زۀ خپل ځاني د دوي تعلق ته حېران يم ولې چې که افکار اور دے نو شفق صېب اوبۀ دے يو بې حده جذباتي او بل بې حده بردباره دے خو کيدے شي هم دغه متضادو خويونو دوي په يو بل مئين کړي وي افکار د شفق صېب د مشرۍ او علميت خيال ساتي او په جواب کښې ئې شفق صېب دۀ ته د يو کشر او خدمتګار په نظر ګوري تر دې چې د دۀ په ځينو مشکوکو سرګرمو هم سترګې پټوي خو خير هغه طبعيتاً داسې سړے دے چې د يو بنده خوبۍ نوټ کوي په بدو ئې سترګې پټوي که داسې نۀ وه نو ضرور به ئې د دۀ موبائېل کښې په ګوتو وهلو چرته خو اعتراض کړے وو خير ما خبره د اقبال حُسېن افکار د جذباتيت او خدمت کوله نو دې تېرو ورځو کښې ئې راته د يوې نو آموزې شاعرې چې د شعرونو کتاب نيم ئې چاپ شوے دے تعريفونه شروع کړل ګهنټه دوه ئې په مخه د هغې شعرونه وئيل او ورسره به ئې د هغې تشريح هم کوله ما زړۀ کښې ووې چې د دۀ حافظه څنګه دومره ښه شوه خو ځائے نيم کښې شکي شوم ولې چې څو شعرونه مې ترې داسې واوريدل کوم چې دۀ هغه محترمې ته منسوب کول خو دا په اصل کښې د ايوب صابر، رحمت الله درد، م، ر، شفق او اکرام الله ګران وو دۀ نه په مينه او جذباتو کښې دا هېر شوي وو چې زۀ د چا شعرونه وايم دوه څلور ځله بيا بيا داسې اوشول خو يوه مياشت پس مې ترې پوښتنه اوکړه نو ډېر په بې پرواهۍ ئې ووئېل مړه يار ورکوه ئې هغه څۀ شاعره خو نۀ ده او څو داسې شعرونه ئې ووئيل چې يا خو ئې واقعې وزن ګډ وډ وو او يا دۀ د غصې نه داسې وئيل خو په دې کښې هم دومره جذبه کښې وو چې يو ئې پکښې خپل شعر مات ګډ کړو او دوه دريو د نورو شاعرانو شعرونو له ئې پښتۍ ماتې کړې بيا ئې د بلې محترمې د شعرونو تعريف شروع کړو او هم هغه شعرونه ئې راته وئېل کوم چې ئې وړاندې دغه وړومبۍ محترمې ته منسوب کول د سړو شاعرانو سره ئې هم دغه حال دے خپله هم چې افکار کله په شاعرانه ترنګ کښې راشي نو بيا ترې مذکر او مونث خطا شي لکه يو شعر ئې دے:

هر خوا راټول شو د نفرت رنګونه

ښکلا د مينې په مېدان پاتې شو

 

دلته ئې ښکلا مذکر استعمال کړے دے حالانکه پکار وه چې وروستۍ مصرعه داسې وې

ښکلا د مينې په مېدان پاتې شوه

دا ئې لا څۀ کوې يو غزل خو ئې ما ډېر عجيبه اوليدو تر دې چې رديف کښې ئې فرق راغلے دے خو شايد چې دے پرې نۀ دے پوهه شوے غزل ئې داسې دے

تورې سترګې د مودو دې راپسې دي

بلاګانې د وختو دې راپسې دي

 

خو وړاندې ئې پکښې داسې وئيلي دي

نوې لار، نوے ژوندون، نوې اسره ده

ژوند زپلي په اسرو کښې راپسې دي

 

دا خوښه ده چې د  نوؤ ځوانانو نقادانو لکه سميع الدين ارمان ئې دې غزل ته نۀ دے پام شوے ګني نو خدائے خبر چې بيا به ئې څۀ ليکل۔

د اقبال حُسېن افکار نوره شاعر ښۀ ده ولې چې شاعري ئې ډيره سادګي او اولسي رنګ لري په اسانو ټکو او اسانه بحرونو کښې غزل ليکي چې د مينې محبت سره سره پکښې کله کله د پښتنو يو مرکز ته د راغونډېدو آرمانونه کوي د دۀ د يو غزل تنقيدي جاج اخستو په وخت ګران کشر سميع الدين ارمان فېصله صادره کړې ده چې دومره د ډېر عمر شاعر چې زما د عمر هومره مشق سخن لري که داسې غزل ليکي نو دا بدترين جمود دے۔

خو زۀ وايم جمود په شاعر هر عمر کښې راتلے شي ډېر داسې مشران شاعران ما ليدلي دي چې هغوي بيا د دې جمود له وجې هډو شاعري پرېښې وه ولې چې څۀ به ئې ليکل يا به تکرار وو او يا به ئې هغه شان د خيالاتو تازګي برقرار ه نۀ وه خو هغوي خو د تنقيدي  کولې شوه او ملګرے اقبال حُسېن افکار شايد خو د تنقيدي نشي کولے خو که څوک ورته اشارتاً هم او وائي چې دا شعر دې سم نۀ دے نو ښکر ورسره نۀ اړموي بلکې فوراً ښه مشوره مني۔

که هر څو په وجود غټ دے خو لټ نۀ دے بلکې راست مند دے او هغه د پښتو متل دے چې راست اوسه او په لويه لار کښې ملاست اوسه نو هر ځائے چې د پښتو او پښتنو مجلس وي دے پکښې حاضر وي دا مجلس که په يو اعلي ترين هوټل کښې وي او که چرته په لاره کوڅه کښې وي زۀ کله کله فکر کوم چې اقبال حُسېن افکار په اصل کښې هغه د پخوانو قيصو ديو دے چې چا له به ئې خپل ويښتۀ ورکړل او هغه به د سختې په وخت کښې دغه ويښتۀ اوسېزلو نو ديو به ئې خدمت ته فوراً حاضر شۀ دغه شان دۀ ته هم صرف په موبائېل وئېل دي چې فلانے کار کول دي بيا ګوره چې درنګ شېبې له به ئې درته وئيلي وي چې کار اوشۀ يا کار نۀ کېږي هم په دې خدمتګارۍ لوړې رتبې ته رسيدلے دے او هر ادبي محفل او غونډه کښې حاضر وي دغه شان د هر ادبي تقريب د پاره داسې په راستۍ کوششونه کوي تۀ به وائې جوړې د دۀ وادۀ دے دا وادۀ مې ځکه اووې چې ځينې ملګري پرې شکي شويدي چې پټ په پټه لاس پښې وهي خو لا ئې سمے نۀ دے خوړلے ملګرے عبدالحميد زاهد ئې تش په خُلۀ وائي او سردار يوسفزي خو په تحريري توګه وئېلي دي چې پخوا ورته يو نجومي وئيلي وو چې په لاس کښې دې دو ودونو کرښې دي خو زۀ وايم دې ته څۀ حاجت دے هغه د رحمان بابا خبره

فال به څۀ ګورې رحمانه

خپل افعال د سړي فال شي

 

چې افعال ئې دغسې دي نو نجوميانو او فال ګرو ته څۀ حاجت نشته زمونږه يو مشر شاعر سرور خټک چې کله د بلډ کېنسر نه صحت ياب شۀ نو دا قسمه سرګرمۍ ئې شروع کړې او آخر منزلِ مقصود ته ورسېدو او يوې محترمې ليکوالې ورسره محض د دۀ د خدمت کولو د سعادت ترلاسه کولو په خاطره وادۀ وکړو خو دا ياد ساتل پکار دي چې سرور خټک کاکاخيل مياں دے او ضرور څۀ داسې دم وظيفه ورته معلومه ده چې افکار ترې محرومه دے۔

ما دې تېرو ورځو کښې څو د پښتو ليکوالو ته د ګپ په دوران کښې ووئېل چې اقبال حُسېن افکار له څۀ غم پکار دے خو هغوي ووئېل چې ولې يو شاعر او د پښتو خدمتګار وژني ځکه چې بيا خو به بس هم د هغې خدمتونه کوي وې دغسې ښۀ دے چې ښۀ شعرونه اوليکي ما ورته وې نيک بختو هغه کله څوک شعرونو ليکلو ته پرېږدي هغه خو بس خدمتونه کوي او داسې په راستۍ ئې کوي چې خپل ټول کارونه ئې مات ګډ پريښې وي او نورو له منډې وهي۔

پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد چې تر اوسه څومره اهم اجلاسونه، سمينارونه او تقريبات کړي دي د دې ټولو په شا د افکار لاس دے ټول ملګري ئې مني چې کۀ دے نۀ وو نو دومره په شانداره طريقه به کله هم دا پروګرامونه داسې نۀ وو شوي بلکې د اکېډيمي ادبيات پاکستان لخوا چې هم څومره پروګرامونه کېږي نو هغې ته هم دے پښتانۀ ليکوال ورغواړي او د خپلې سوسائټۍ لخوا ئې هم په ډېرو ادبي شخصياتو خاص پروګرامونه کړي دي که د اکېډيمي ادبيات لخوا څۀ پروګرام وي نو بيا دے د پښتنو ليکوالو خدمت کوي او که د دوي د سوسائېټۍ لخوا وي نو بيا خدمت او انتظام دواړه په يو ځائے کوي ځکه نو دغه وخت ورته بيا څوک په نظر نۀ راځي تر دې چې دې تېرو ورځو کښې دے د يو شاعر ملګري احساس خټک سره پېښور قصه خوانۍ ته د آياز الله ترکزي صېب ځائے ته د هغه د کتاب چاپ کولو په سلسله کښې راغلے وو نو ډېر ښۀ ګپ شپ ئې ملګرو ليکوالانو سره لګولو دې کښې ناست يو شاعر غلي غوندې ووې دا خو دے ډېر ژوندے او ګپي سړے دے دې دوران کښې افکار او احساس خټک څۀ کار له ووتل نو هغه ملګري ووې زۀ اسلام آباد ته ورغلے ووم نو دے داسې ښکارېدو تا به وې جوړې نهه ئې وژلي او لسم به وژني ما ورته وې د ادبي سوسائېټۍ د اجلاس په موقعه د دۀ حالت هم دغه شان وي خو هغه هم غصه شۀ وې کم از کم مېلمه هم توجه غواړي تېره مياشت د اسلام آباد يو ملګري ليکوال فېض ګدون د عبدالحميد زاهد په وړاندې فېض الوهاب فېض صېب ته د افکار پحقله وئيلي وو چې تاسو څنګه په کال 1981ء کښې د مردان نه رالېږلے وو نو هم هغه شان مو درله امانت ساتلے دے او ثبوت ئې دا دے چې کله دے راغلے وو او کوم غزل ئې دلته وئيلے وو نو هغه ورځ ئې غونډه کښې بيا هم هغه غزل دوباره ووې نۀ پوهېږم چې فېض صېب به د دې جواب کښې څۀ وئېلي وي خو زۀ وايم چې هغه کله د خدمتونو نه اوزګار شوے دے ځکه خو ئې خپله وړومبۍ شعري مجموعه “د پېديا پسرلے” دوباره چاپ کړه البته په دې تېره موده کښې ئې د ادبي سوسائېټۍ او اکېډيمۍ لخوا ډېر پروګرامونه کامياب کړي دي۔

اقبال حُسېن افکار ما خوا وشا په 1990ء کښې په وړومبي ځل “د ساهو ليکونکيو مرکه” پېښور کښې ليدلے وو او د دۀ دا تخلص راباندې څۀ ډېر عجيبه لګېدلے وو خو دے مې خوښ شوے وو ځکه چې يو خو ښۀ ځوان وو او بله دا چې د خبرو انداز ئې هم ډېر زړۀ راښکونکے وو دغلته به دے څو کاله تقريباً هره هفته راتلو او ورسره به مو ملاقاتونه کېدل تر دې چې يو ځل ما د حمزه شينواري صيب دا شعر واورېدو ۔

ويرېږه ترېنه مه زما افکار اور اورکي دي

رڼا به درکوي خو سوزول به پکښې نۀ وي

 

بس هو بهو افکار د دې شعر تعبير دے چې نورو له رڼا ورکوي او خپله په تياره کښې روان وي علامه اقبال هم په اور اورکي يو نظم ليکلے دے چې پکښې ئې ليکلي دي چې هغه خلق ښۀ دي کوم چې د نورو پکار راځي او په دې حواله اقبال حُسېن افکار زمونږ د ټولو نه ښۀ دے ځکه خو ئې د پښتو د ټولو لويو شاعرانو اديبانو لکه حمزه شينواري، سمندر خان سمندر، پرېشان خټک، اجمل خټک، قلندر مومند، ايوب صابر، قمر راهي، سلطان محمد صابر نه دعاګانې اخيستې او په ښو ټکو ئې دے ستائيلے دے۔

افکار د ډېر وخت راسې شاعري کوي خو تر اوسه ئې د شاعرۍ يوه مجموعه چاپ شوې ده دې نه علاوه ئې نثر ښه ډېر ليکلے دے دوه کتابونه ئې تر اوسه چاپ شوي دي د مار ګلې په لمن کښې د پښتنو هلې ځلې” او د “وفا، مينې او ښکلا په لور” نور هم ډېر نثر ناچاپه لري چې دغو کښې هم د هغه د خدمت جذبه جوته ښکاري ولې چې اکثر د ادبي غونډو او سمينارونو رودادونه رپورتاژونه دي دوه کتابونه “خوشحال او رحمان” او “هاشم بابر د خپل فن په آئينه کښې” ئې تاليف کړي هم دي ۔

د شعر و ادب نه علاوه د يو صحافي په توګه ئې هم کار کړے او د کال 1999ء نه تر 2004ء پورې د “هېواد” اسلام آباد اېډيټر پاتې شوے دے۔ د دغه اخبار مالک او باني ايډيتر سلطان محمد صابر صېب پخپل اردو خود نوشت” زندگی کے قصے” کښې د بيمارۍ په حالت کښې د اقبال حُسېن افکار او د دۀ د ځوئے جمال حسين د خدماتو اعتراف کړے دے چې د بيمارۍ دوران کښې ورسره وو ۔

دې نه علاوه د ټيلي ويژن د يو کمپېئر په توګه ئې هم ښۀ نوم پيدا کړے دے د اے وي ټي خېبر د پښتو ادبي پروګرامونو، د کمپېئرنګ ذمه داري ئې تر ډېره سرته رسولې ده او ډېرلوئې واړه پښتانه ادبي شخصيات ئې دغه پروګرامونو ته وربللي وو۔

د اقبال حسېن افکار دا منډې ترړې چې د پښتو نوموړي شاعر اندېش شمس القمر ليدلې وې نو د نصيحت په توګه ئې ورته وئېلي وو چې د پښتو د خدمت سره سره خپلو بچو ته هم وخت ورکوه د پښتو نوموړي شاعر اديب او حکيم عبدالرحمان بېتاب دۀ ته د ادبي جرنيل د خطاب ورکولو سره سره خپل نظم کښې د دۀ پحقله دا هم وئيلي دي۔

دےچې نۀ وي باقي پاتې صفر صفر

رنګ د سلو په هندسه کښې يو افکار دے

 

خو حکيم سړے وو نو د خبرې ئې ډېر مطلبونه راوځي يو مطلب خو ئې د دۀ اهميت په ډاګه کوي خو بل مطلب ئې دا دے چې يو هله سل کېږي چې دوه صفرونه ورسره شي يعني د دۀ ملګري هم نۀ صرف د دۀ د خدماتو قدر کوي بلکې ورسره پکښې شريک هم وي هسې دې صفر پورې يوه دلچسپه خبره راياده شوه چې ما د ملګري ډاکټر زبېر حسرت نه اورېدلې ده هغه وئېل د اردو ليکوال غلام محمد قاصر صېب مردان کالج کښې وو نو چې کله به د ډاکټر همايون هما صېب سره په بازار کښې روان و نو ډاکټر امين الحق به وئيل چې د 10 هندسه روانه ده ولې چې قاصر صېب ډېر لوړ دنګ او هما صېب ټيټ وو زبېر حسرت وئېل زۀ چې د فېض الوهاب فېض او عبدالروف عارف سره روان يم نو داسې ښکارو لکه د 110 هندسه وي او چې کله ئې په مينځ کښې يم نو بيا رانه 101 هندسه جوړه وي خو افکار نۀ ډېر لوړ او نۀ ډېر ټيټ دے بلکې د برابر وجود خاوند دے د ملک هر ګټ ته د پښتو مشاعرو او سمينارونو کښې د ګډون کولو نه علاوه ګاونډي ملک افغانستان ته هم څو څو واره تلے دے د مونځ اودس کلک پابند دے ورسره قران پاک او نوره اسلامي مطالعه هم باقاعدګۍ سره کوي خو د موسيقۍ محفلونه هم ترې نه خطا کېږي او تر سحره ورته په خوښه شپه شوګيره کوي۔

د ملک دارالخلافه اسلام آباد کښې چې کله نه د پښتو ادبي سوسائېټۍ جنرل سيکرټري شوے دے نو بس هم دغه عهده ئې کلکه نيولې ده او سټېج سيکرټري چونکه د سټېج چارې هم مخ په وړاندې بوځي نو دا عهده بل چا له نۀ ورکوي لکه دا ځيني پټواريان چې تر آخره پخپله عهده قائم وي تر دې چې کله ئې ترقي کېږي او ګردآور جوړېږي نو دوي په سفارشونو ځان پاتې کوي او که په دې هم کار اونشي نو داسې څۀ کار اوکړي چې پکښې سزاوار شي او د ترقۍ نه ځان پاتې کړي۔

که څه هم اقبال حُسېن افکار د هر انسان غوندې خامۍ لري خو خوبۍ ئې د خامو نه ډېرې دي د ټولو نه لويه خوبي ئې خدمت دے که څه هم اوس مشرۍ طرفته روان دے خو د خدمت جذبه ئې هغسې ځوانه ده او هم هغه شان لکه دَ ديوانو ئې يوه پښه په اسلام آباد او بله په مردان يا پېښور کښې پرته وي د زړۀ زور ئې ښۀ ډېر دے ويښتۀ او بريت ډېر په هنر توروي خو زړۀ ئې سپين دے او په ريشتيا جاله وان او پهلوان سړے دے چې هر وخت خدمت ته ملا تړلے ولاړ وي ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.