امريکې په افغانستان کښې موازي حکومت سره مخالفت ښودلې

سولې مقصد ته رسيدو لپاره متحده افغانستان ضروري دي،د طاقت د استعمال د لارې سياسي عدم استحکام امريکې ته د منلو نه دے،امريکې خارجه وزارت بيان

د امريکې خارجه وزرات په بيان کښې په افغانستان کښې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله له طرفه دوه بيله بيلو دستورو کښې د صدارت څوګند پورته کولو باندې د انديښنو اظهار شوېدے

بيان کښې وئيلي شويدي چې افغانستان کښې موازي حکومت جوړول او په سیاسي مخالفتونو کښې د طاقتونو استعمال هيڅ صورت کښې امريکې ته د منلو نه دے

بيان کښې زياته کړي شويده چې امريکه د افغانستان پائيدار سوله عمل او امن بحالۍ په چارو کښې بوخت ده ولې سوله په دې صورت راتللي شي چې افغانستان کښې دې مستحکم حکومت قائم وي او د ټول افغان جهتونو ترمينځه يو والې وي

 

بيان ترمخه امريکه د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمينځه روانه کشاله د هوارولو  په کوشش کښې ده او غواړو چې دواړو مشرانو ترمينځه روغه جوړه وشي

دغه رنګ د امريکې خارجه محکمې په بيان کښې سولې او ټولشمول حکومت ته ترجيح ورکولو په بابله د اولسمشر اشرف غني د بيان هرکلې شوېدے او د طالبانو پنځه زره قيديان خوشي کولو او بين الافغاني مذاکراتو لپاره دولتي ټيم جوړولو په حواله د اشرف غني اعلان ئې ستائيلي دے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.