صدر ټرمپ او ملا عبدالغني برادر ترمينځه ټيلي فوني خبرې،تاؤتريخوالې ختمولو په معامله د خيالاتو بدلون

د طالبانو د قطر سياسي دفتر سره مې ګټه ورې خبرې شويدي،مونږ تشدد نه غواړو،ګورو چې طالبان د دوحه لوظنامې په شرائطو څه عمل درآمد کوي؟ صدر ډونلډ ټرمپ

واشنګټن کښې خبريالانو سره د خبرو په وخت امريکني صدر ډونلډټرمپ وئيلي دي چې هغه د طالبانو د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره د ټيلي فون د لارې رابطه کړې او په اهمو معاملو ئې ورسره خبرې کړيدي

د هغه وينا وه چې ملا برادر سره دا خبرې په ډير ښه ماحول کښې شويدي او ښه په تفصيل سره دواړو مشرانو يو بل سره خپل خپل خيالات شريک کړيدي

صدر ټرمپ زياته کړه چې مونږ نور تشدد نه غواړو او طالبانو هم رارسره منليل ده چې افغانستان کښې به نوره بدامني نه وي

د خبرو په مهال امريکني صدر ټرمپ دا هم وئيلي دي چې د طالبانو مذاکراتي ډلې د مشر سره دا رابطه ګټه وره وه ولې ګورو چې طالبان دوحه سولې تړون په عمل درآمد کښې څومره مخلصه دي

صدر ډونلډ ټرمپ او د ملا عبدالغني برادر ترمينځه دا رابطه په داسې مهال شوے چې طالبانو لخوا تيره ورځ جاري شوي يو بيان کښې واضحه کړي شوي وه چې دوي به په دوحه تړون عمل درآمد يقنيي جوړي وي او افغانستان کښې به په امريکې او ناټو پوځيانو بريدونه نه ترسره کيږي ولې افغان فورسز باندې به حملے جاري وي

د طالبانو ترجمان زبيح الله مجاهد هم په خپل ټوئټر د امريکني صدر ډونلډټرمپ او د ملا عبدالغني برادر ترمينځه شوي ٖټيلي فونک رابطې او دواړو مشرانو د خبرو په حواله معلومات خپره کړيدي

د طالبانو د وياند بيان ترمخه صدر ټرمپ او ملا برادر ترمينځه ټيلي فوني خبرې 35 منټه جاري وے او د خبرو په وخت زلمې خليل زاد هم موجود وو

بيان کښې وئيلي شويدي چې ملا عبدالغني برادرصدر ټرمپ ته وئيلي دي که چرې امريکې دوحه سولې تړون کښې شوي فيصلې عملي کړے نو طالبان به هم د واشنګنټن انتظاميې سره مثبت تعلقاتو ته وده ورکړي

زبيح الله مجاهد بيان ترمخه صدر ټرمپ ملا برادر له باور ورکړېدے چې خارجه وزير مائيک پومپيو به ډير زر د افغان اولسمشر اشرف غني سره خبرې کوي او ورسره به بين الافغاني مذاکراتو کښې راپيدا شوي خندان ختمولو په حواله تګ لاره ټاکي

صدر ټرمپ او ملا برادر ټيلي فوني رابطې په حواله د طالبانو د ترجمان مکمل بيانيه

نن مازیګر د دوحې په وخت ۵ بجي ۴۰ دقیقې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر سره ۳۵ دقیقي تلیفوني خبرې وکړې

په دې خبرو کي چي د مذاکراتي ټیم څوتنه غړي او ډاکتر زلمی خلیلزاد هم حاضروو، محترم ملا برادر اخند

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس  لمړی را بطې ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي

 زه د افغانستان د اسلامي امارت  او افغان ولس په نمایندګي په پوره باور سره ویلای شم چې که  د امریکا متحده ایالات له موږ سره په شوې توافقنامه عمل وکړي نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي  اړیکي ولرو.

ملا برادر اخند ورته وویل:

ښاغلی جمهور رئیس!

 تاسي له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو په وتلو او راتلونکو مثبتو اړیکو کي له قاطعیت څخه کار واخلئ او چاته اجازه مه ورکوئ چي د شویې هوکړي په خلاف عمل وکړي او په دې اوږده جګړه کي مو لا زیات ښکیل وساتي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت یو منظم سیاسي او نظامي ځواک دی او له تاسي او د نړئ له نورو هیوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو وړ تیا او اراده لري.

ملا صاحب وویل د هیواد خپلواکي او په خپل هیواد کي د خپلي خوښې حکومت جوړول د افغان ولس مسلم حق دی نو څومره چي ژر کیدلای شي په كړيو توافقاتو عمل وشي، سر تاسري سوله راشي او افغانان له خپلو بنیادي حقوقو برخمن شي. 

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ورته وویل:

د امریکا د متحده ایالاتو په شان د یوه پرمخ تللي هیواد سره ښایې چي د جنګ ځپلي افغانستان سره په بیا رغونه کي پوره مرسته وکړي او همدا  یو مناسب عمل دی چي د امریکا د متحده ایالاتو په حیثیت به مثبت اغیز وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل:

  خوشحاله یم چي تاسې سره خبري کوم ،تاسې قوي خلک یاست او ډیر ښه هیواد لری او زه پوهیږم چي تاسې د خپلي خاوري لپاره جنګیږی،  موږ ۱۹ کاله هلته وو او دا ډیره اوږده موده ده، اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي.

ولس مشر ټرمپ زیاته کړه:

زما د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر له اشرف غني سره خبري وکړي چي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کي پراته خنډونه لیري شي.

نوموړي وویل موږ به په راتلونکي کي د افغانستان په بیا رغونه کي پوره برخه واخلو.

د دواړو طرفونو تر منځ د شویې توافق نامي د عملي کولو په برخه کي هم اوږدې خبرې وشوې.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۸/۷/۱۴۴۱هـ ق

۱۳/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/3/3م

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.